د مسئولینو په خبره دوې اونۍ مخکي په کابل ولایت کي د نجونو ترمنځ د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي پرون یکشنبه د مارچ میاشتي په ۸مه نېټه په یو لړ خاصو مراسمو سره پای ته ورسېد.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د نجونو ترمنځ د فوټبال په یاد لیګ کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۸ د الف لوبډلو ګډون کړ او په پای کښي د ستاره های بنین لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېد.
ستارهای بنین لوبډلي په یاد لیګ کي ۲۱ نمرې په خپلولو سره لومړی او د کابل ځوانانو بیا د ۱۸ نمرو په خپلولو سره دوهم مقام وګاټه.
د سیالیو په پای کښي د اشیانه لوبډلي څخه مرسل شېرزۍ غوره ګولوهونکې، د ستارهای بنین لوبډلي څخه کبرا غوره ګول ساتونکې او ام البنین چي هم د ستارهای بنین لوبډلي لوبغاړې وه د ټول لیګ غوره لوبغاړې وټاکل سوه.
د یاد لیګ تر ټولو اخلاق لرونکې لوبډله بیا د ابوالقاسم لوبډله وپېژندل سوه او ځانګړی سوی کپ یادي لوبډلي ته د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري ورکړل سو.
د نجونو ترمنځ د فوټبال د یاد لیګ اصلي موخه د غوره ځوانو ښځينه لوبغاړو موندل او مارچ ۸مه چي د ښځو نړیوال ورځ ده نمانځل وه.