کابل او کندهار کي د الکوزي په ملاتړ پراخ لاریونونه روان دي!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

پر ټولنیزو رسنیو داسي انځورونه خپاره شوي، چي په مرکز کابل او کندهار کي زرګونه کسانو د حکیم الکوزي په ملاتړ لاریونونه کړي او لا هم دوام لري.
دوی له دولته غواړي، چه کابل او کندهار کي دي د حکیم الکوزي له لوري جوړ شوو درملو ته اجازه ورکړي.
په دې دوو ولایتونو کي وروسته له هغه د زرګونه کسانو له لوري لاریونه دوام لري، چي د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر پرون کابل او نن یې بیا کندهار کي د حکیم الکوزي له لوري پر جوړ شوو درملو تر نامعلومي مودې بندیز ولګاوه.
د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر پرون په کابل کي د حکیم الکوزي د هغه کلینیک څخه لیدنه وکړه، چي پکښي حکیم الکوزي د کرونا ضد درمل خلګو ته ورکول.
د عامي روغتیا وزرات د شکایاتو دفتر په یوې خبرپاڼي سره ویلي، چي وزارت د حکیم الکوزي له لوري جوړشوي درمل ازمايي، خو تر هغو پوري به د هغه لخوا پرانیستل شوی کلینیک تړلی وي.
دې پلاوي ویلي:

«کلینیک د عامي روغتیا وزارت څخه هیڅ د فعالیت جواز نه درلود او په خپلسري ډول یې په کار پيل کړی وو، په یاد کلینیک کي هیڅ مسلکي کس شتون نلري او هغه درمل چي حکیم الکوزي جوړ کړي تر اوسه یې په اړه هیڅ معلومات نشته، چي له څه چشي څخه ترکیب شوي.»

وروسته له هغه د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چي د جوړ شوو درملو نمونه یې اخیستې او دوی به یې په خپلو لابراتوارونو کي چک کړي.
یاد دفتر لیکلي، چي له هغه وروسته به یې پایله پر ټولنیزو رسنیو له ټولو هیوادولو سره شریکه کړي.
خپله حکیم الکوزی وايي، چي جوړ کړي درمل یې هیڅ جانبي عوارض نلري، خو تراوسه عامي روغتیا وزرات د درملو پر ترکیب په رسمي ډول څه ندي ویلي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.