کابل او ننګرهار کې څلور چاودنې شوي؛ یوه چاودنه پر خبریالانو شوې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

نن سهار د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په شهرا څلور لارې کې دوه پرلپسې چاودنې شوي چې له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
راپورونه وايي؛ په دې چادونو کې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ جنايي آمر نصیر احمد حقیار او یو پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ولسوالۍ مرستیال، یو پولیس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي.

د بهسودو ولسوالۍ جنايي آمر نصیر احمد حقیار

ننګرهار کې د هدفي وژنو تر څنګ په وروستیو کې ځانمرګو او بمي بریدونو هم زور اخیستی، پرون د ټاکنو د نوم لیکنې یوه مرکز سره چاودنه شوې وه چې میرمنو او ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، وړمه ورځ بیا د جلال اباد ښار چپرهار زړې هډې سیمه کې دوه چاودنې شوې وي چې په ترڅ کې ترافیکو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله لرله.
بل پلو؛
نن کابل ښار کې هم دوه غبرګې چاودنې شوي چې په ترڅ کې یې خبریالانو په شمول ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
بي بي سي په یوه راپور کې ویلي؛ د افغانستان پلازمېنې کابل شش درک سیمه کې دندو ته د مامورینو د تګ پرمهال ګهیځ دوه چاودنې شوې چې د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دواړو بریدونو کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې خبریالان هم دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي بیا رسنیو ته ویلي؛ دویمه چاودنه هغه مهال شوې چې کله ژورنالیستان د لومړۍ چاودنې د پوښښ لپاره سیمې ته ورغلي. د هغه په وینا؛ دویم بریدګر داسې مهال د خبریالانو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې چې ویډیو کمره هم ورسره وه او د ژورنالیستانو له لباسه یې استفاده کړې.
د ژورنالستانو په منځ کې له دوهم برید وروسته ویډیو؛
https://www.facebook.com/fayaz.mirzad.1/videos/609444999389736/
لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي ول چې په دې چاودنه کې ۳ خبریالان وژل شوي، خو ځیني تازه راپورونه وايي، اتو خبریالانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د کابل د دویم برید دا انځور د پرویز رومل په نوم یوه تن عکاس خپور کړي.

د فرانسې خبري اژانس په ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې ددوی د خبریالانو مشر شاه مري هم په دې برید کې وژل شوی. دوی د خپل عکاس دا انځور خپور کړی او ورسره لیکلي چې شاه مري د لومړي برید د پوښښ لپاره سیمې ته تللی و.


ویل کیږي د ازادۍ راډیو، ژوندون او یک تلویزیونونو خبریالان هم په برید کې وژل شوي او د ازادي راډیو یو بل خبریال د سباوون کاکړ په نوم ټپي شوی دی.
تر اوسه ددغو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
څو شیبې وړاندې د سرخط په نوم یوې ورځپاڼې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛
د کابل په شش درک سیمه کې د نني برید پر مهال د شهیدو خبریالانو او ټپیانو نومونه!
شهیدان؛

۱ـ یار محمد توخي، د طلوع نیوز تصویر اخیستونکی
۲ـ عباد الله حنانزی، د ازادي راډیو خبریال 
۳- غازي رسولي، د یک ټلویزیون خبریال
۴ـ نوروز علي رجبي، د یک ټلویزیون تصویر اخیستونکی
۵ـ محرم درانی؛ سلام وطندار
۶ـ شاه مري فیضي، د فرانس پریس تصویر اخیستونکی
۷ـ سلیم تلاش، د مشعل ټلویزیون خبریال
۸ـ علي سلیمي، د مشعل ټلویزیون تصویر اخیستونکی

ټپیان؛
۱ـ سباوون کاکړ، د ازادي راډیو تصویر اخیستونکی
۲ـ ناصر هاشمي، الجزیره ټلویزیون
#سرخط
https://www.facebook.com/SarkhatDaily/posts/630901093909070