ښکلا ته د رسېدو لپاره دغه ټکي په پام کې ونیسئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: حمیدالله حمیدي
طبیعي ښکلا هغه ګوهر او قېمتي غمی دی، چې هر څوک یې د لاسته راوړلو هڅه کوي، خو نن سبا د ښاري ژوند په دې تړلي او ککړ چاپېریال کې چې ورځ تر بلې پکې ژوند کول سختېږي، نو وګړي یې باید لاس په کار شي او د خپل نوښت په وسیله ژوند ته نوی رنګ او خوند ورکړي.
په ورځني ډول حمام کول
که د حمام کولو پر مهال د الوویرا او اووګادو له توکه څخه ګټه واخیستل شي، چې خپله ځانګړې خوشبویي لري ټوله ورځ به تازه یۍ. دغه کار له طبیعي ښکلا سربېره د ورځې په اوږدو کې ستاسو د خوښ اوسېدو لامل کېږي.
ماساژ او له طبیعي ښکلا سره یې اړیکې
ماشیني او بې حرکته ژوند د انسان لپاره لکه زهر داسې دی او په ژور خپګان یې اخته کوي. هڅه وکړئ د ورزش تر څنګ، د متخصصو کسانو په وسیله ځان ته ماساژ ورکړئ. ماساژ بېلا بېل ډولونه لري، چې هر یو یې د انسان د جسمی او روحي روغتیا لپاره ګټور دی او له طبیعي ښکلا سره یې مرسته کوي.
ماسک
کورنی ماسک د پوستکي د ښکلا لپاره ګټور دی. کولی شئ له ډېرو عادي توکو څخه چې هر څوک ورته لاس رسی لري او ډېر ګران هم نه دي، په خپل کور کې ماسک جوړ کړي او ګټه ترې واخلي. د نعنا او مالټو د شیرې ماسک د مخ د پوستکي د ښکلا لپاره ډېر ګټور دی، چې د مخ پوستکي ته طبیعي ښکلا ورکوي.
د وېښتانو تازه ساتل
وېښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لري، نو د ساتلو لپاره یې باید له داسې مینځونکو توکو ګټه واخیستل شي، چې هم مو وېښتان تازه وساتي او هم ځانګړې خوشبویي ولري. همدا راز د دې لپاره چې وېښتان مو ونه رژېږي او مخکې له وخته سپین نه شي، له طبیعي غوړو لکه نارګېل او نورو څخه ګټه واخلئ.
پر وخت د سر د وېښتانو جوړول
پر وخت د وېښتانو جوړول او څوکې یې غوڅول مو د وېښتانو طبیعي ښکلا زیاتوي او له (موخوره) چې یو ډول ناروغي ده ساتل کېږي. هڅه وکړئ چې د وېښتانو له یوه ډول رنګ څخه هم ګټه وانه خلئ. ځکه وېښتان خپله ځانګړی رنګ او ښکلا لري.
د مناسبو جامو اغوستل
که تاسو په پرله پسې توګه یو ډول او خړې جامې واغوندئ کېدای شي ستړي مو کړي او ان کله کله مو د نویو جامو په خوند هم پوه نه کړي. نو د دې لپاره چې په جامو او رنګ کې مو یې نوښت کړی وي، تازه او داسې رنګ جامې وګڼئ چې د خوښۍ احساس وکړئ او د طبیعي ښکلا حس در پکې را ژوندی کړي.
مناسب عطر وکاروئ
د کال فصلونو ته په کتو سره عطر وټاکئ. د دې برخې متخصصین کولی شي د عطرو په ټاکنه کې در سره مرسته وکړي. ددې لارو چارو په خپلولو سره کولی شئ طبیعي ښکلا ته لار هواره کړئ. که تاسو هم خلاق ذهن لرئ او نوښت وکړئ، نو کېدای شي دې ته ورته نورې مناسبې لارې چې له ټولو اصولو او چوکاټونو سره برابري وي پیداکړئ. د طبیعي ښکلا پر وړاندې یو ګام اخیستل هم کولی شي ستاسو د خوښۍ لامل شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.