د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر ټول کم عمره ځوان لوبغاړی مجیب ځدران ښايي د اسټرالیا په بیګ باش ۲۰ اوریزه کورني کرکټ تجارتي سیالیو راتلونکي پړاو کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړي.
که څه هم تر دې مهاله هیڅ داسې کوم څه نه دي ویل شوي، خو په افغان کرکټ ملي لوبډلې کې د مجیب ځدران په موجوده وخت کې د بهترینه کارکردګۍ ترڅنګ د هندوستان غوره لیګ «آي پي ایل»، د انګلستان «ویټالیتي بلاسټ»، بنګله دیش غوره لیګ «بي پي ایل»، ټي ټین یا ۱۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې ګډون د دې ښکاروندوي کوي، چې نوموړی به د اسټرالیا په مشهوره بیګ باش لیګ سیالیو کې هم د لوبیدو چانس ترلاسه کړي.
د اسټرالیا د بیګ باش تجارتي کرکټ سیالۍ، چې د نړۍ مشهوره پیاړي کرکټ لوبغاړي پکې لوبیږي، اتم پړاو لوبې یې د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل کیږي، چې له دې وروسته ورته د لوبغاړو خپلولو لړۍ پیل کیږي.
د بیګ باش په نوم د کرکټ په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې ۸ لوبډلې شاملې دي، چې پکې تیر ځل دوه افغان لوبغاړو محمد نبي عیس خیل د ملبرن رینیګیډز او راشد خان د اډلایډ سټرایکرز لوبډلو لپاره په سیالیو کې ولوبیدل.
آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز هغه لوبډلې دي، چې په دغه لیګ کې د لوبیدو اجازه لري.
د یادونې وړ ده، چې د دې لوبو لړۍ به د ۶۱ ورځو دوام وروسته د ۲۰۱۹ م کال د فیبرورۍ میاشتې په ۱۷ مه نېټه پای ته ورسیږي.