ډیویډ وارنر: له هغې ورځې چې له کرکټ لرې شوی، ارزښتناک درس مې ترلاسه کړی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د استرالیا د کرکټ پخواني مرستیال کپیتان ډیویډ وارنر له خپل وروستي احساساتي خبري کنفرانس څخه چې په کې یې اوښکې توی کړې، کابو یوه نیمه میاشت وروسته تازه څرګندونې کړي. نوموړي وايي د مارچ په میاشت کې د جنوبي افریقا په وړاندې په سیالۍ کې د توپ د توږلو له رسوایۍ را وروسته ” په دې موده کې یې ارزښتناک درس ترلاسه کړ.“.
په کیپ ټاوان کې د کرکټ د لوبې پر مهال د توپ توږنې په رسوايي کې وارنر او سټیفن سمیت د رول لرلو له کبله د یو کال په مخه له کورني کرکټ منعه کړی شول.
وارنر د این ټي نیوز ته ویلي” زموږ په ټولنه کې باید کله ناکله درته یو څه بد پېښ شي، چې خلک درسره ملاتړ او حمایت وښيي. ما خپله په استرالیا او نوره نړۍ کې دې خلکو له پراخ ملاتړ او حمایت څخه ارزښتاک درس ترلاسه کړ، ما زده کړل چې د نورو سره د مرستې لپاره باید په اوله کرښه کې و اوسم.“

وارنر په دې مرکه ویلي” زه فکر کوم چې مخکې په یو ډول ورځني عادتونو کې ښکیل وم، کرکټ، هوټلونه، لوبې او خپل بکسونه تړل او کور ته راتلل. ما د خپل ژوند یوه مهمه برخه هیره کړې وه، داسې چې ماشومان کور ته راځي او خوشاله وي چې زه او مور یې دواړ کور کې ورسره یوو. ما په کرکټ کې د بوختیا له کبله د ژوند دا برخه له لاسه ورکړې وه او اوس ترې خوند اخلم چې له خپلو ماشومانو سره وخت تیروم.“

وارنر او سیمت وروسته د هند د سوپر لیګ لوبو څخه هم و ایستل شول او د استرالیا د کرکټ چارواکو له خوا پرې لګیدلي بندیزونه یې ومنل.
د استرالیا د کرکټ ټیم بل غړي کامرون بانکرافټ چې د نهو میاشتو په مخه له لوبو منعه شوی هم پر دې لګیدلی بندیز ومانه او چیلینج یې نه کړ.
د استرالیا د کرکټ ټیم بل بندیز سره مخ لوبغاړی سټیفن سمیت هم د جمعې په ورځ د خلکو د ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي ” زه باید اوس ډیر څه وکړم څو ستاسو اعتماد بیرته تر لاسه کړم.“
افغان لوبغاړی راشد خان د کرکټ د نړیوالو لوبغاړو په منځ کې له هغو کسانو څخه و چې په ورانر له بندیزونو وروسته یې د هغه په ملاتړ د کرکټ له مینه والو غوښتي وي، وارنر خپله تیروتنه منلې او باید مینه وال یې هم ورته له دې تیروتنې تېر شي.