ډیر وزن، ‌ډیرې ناروغۍ زیږوي

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: قسیم هلال
که مو وزن زیاتیږي مخنیوی یې وکړئ او که مو وزن زیات وي د کمولو لپاره یې کوښښ وکړئ.
که له یوې خوا د وزن زیاتوالی د سړي د بدن ښکلا ته زیان رسوي، له بلې خوا یې شته لباس په بدن جوړ نه راځي، مجبور چې مصرف وکړي، ځانته برابر لباس جوړ کړي دا خو یې اقتصادي تاوان شو.
د طبی مجلې د څیړنې له مخې د وزن زیاتوالی د مختلفو ناروغیو باعث ګرځي چې یو له دغو ناروغیو د فشار لوړوالی دی، که چیرې فشار په کنټرول کې ونه ساتل شي، رګونو کې مشکلات رامنځه ته کوي او د وخت په تیریدو سره د زړه حملې باعث ګرځي او انسان له منځه وړي، د هډوکو دردونه د وزن زیاتوالي سره د هډوکو مغز ناروغۍ هم پیدا کیږي چې د وخت په تیریدو سره خلک له پښو غورځوي.
که غواړئ وزن مو زیات نشي او یا زیات وزن مو کم شي ورزش وکړئ، پلي وګرځئ، فزیکي فعالیتونه مو زیات کړئ، د خوب لپاره ډیر نرم ځای مه برابروئ، که مو دا نشو کولای له دغې طریقې ګټه واخلئ.
اړین توکي (شهد، دال چیني، اوبه)
یو ګلاس اوبه ویشوئ پکې یوه قاشوغه دال چیني واچوئ کله چې اوبه تړمې شوې پکې ۲ قاشوغې شهد واچوئ، له ښه ګډوډ کولو وروسته یې نیم ګیلاس د شپې له خوبه مخکې وڅښئ او نیم ګلاس سحر په نهاره وڅښئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.