ډونالډ ټرمپ نن د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کوي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن دوشنبې د جنورۍ شلمه د امریکا د ۴۷مه ولسمشر په توګه لوړه کوي.
د لوړې مراسم د سړې هوا له کبله د کانګرس په دوانه کې دننه، د افغانستان په وخت ماښام ۵ بجې پیلږي.

د راپورونو پر بنسټ تمه کیږي، ټرمپ به د ژمنې سره سم د کار په لومړی ورځ د کډوالۍ، مالیاتو او ځینو نورو مهمو مسلو په برخه کې یو لړ اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي.

د لوړې د مراسمو دمخه د کانګرس ودانۍ شاوخوا امنیتي تدابیر زیات شوي او ۲۵زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

دا چې د لوړې مراسم د کانګرس وادنۍ دننه ترسره کیږي، امریکایان په ځانګړې توګه کسان يې خواشینې کړي چې د لوړې مراسمو د لیدو لپاره پلازمینې واشنګټن ډي سي ته ورغلي دي.

د لوړې مراسم د واشنګټن په وخت غرمې یوولس نیمې بجې پیلږي.

تمه ده په دې مراسمو کې د نړۍ مشران برخه واخلي.

د لوړې تر مراسمو وروسته به ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷ جمهور رییس په توګه سپینې ماڼۍ ته ځي څو خپل کار رسما پیل کړي.

هغه ژمنه کړې د کار په اوله ورځ به د مالیاتو، کډوالۍ، د امریکا د دیوال او ځينو نورو مسلو په برخه کې اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي.

د ټرمپ احتمالي فرمانونه

شنونکی باور لري چې نن به ټرمپ یو شمیر اجرايي فرمانونه ورکړي.

د پولو تړل

ټرمپ په خپل ټاکنیز کمپانیونو کې ژمنه کړې وه، چې د امریکا جنوبي پولي به وتړي.

د ځینو هېوادونو په وګړو به سفري ممنوعیتونه ولګوي، ناقانونه کډوال به وباسي او د پناه غوښتونکو په وړاندې به د امریکا ساتنه وکړي.

ډله ییز اخراج

ټرمپ له امریکایانو سره ژمنه کړې د خپلې دویمې دورې د پیل په لومړی ورځ به د امریکا په تاریخ کې د ده په خبره، د جنایتکارانو د اخراج تر ټولو لوی پروګرام اجرا کړي.

امریکا کې تر ۲۰۲۲ کاله ۱۱ میلیونه کسان په ناقانونه توګه مېشت وو چې دا شمېر په وروستیو دوو کلونو کې لا پسې زیات شوی.

د مالیاتو لوړل

ټرمپ ژمنه کړې چې د کار په لومړۍ ورځ به په خپلو ګاونډيو هېوادونو کاناډا او مکسیکو ۲۵ فیصده مالیه ولګوي.

د ماشومانو د تابعیت حق

ټرمپ ویلي هوډ لري چې په امریکا کې د زیږیدونکو ماشومانو د تابعیت مسله ختمه کړي. هغه ټینګار کړی چې د ماشوم د پلار او مور د تابعیت مسله باید اړینه وي.

ممکن دا اجرايي فرمان امریکا کې ګڼې حقوقي دعوې پرانیزي.

د امریکا د منتخب ولسمشر یوه مهمه ژمنه د هغو بندیانو بښل دي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه په کانګرس ماڼۍ یرغل ور وړی وو او له ډلې یې څه باندې ۱۲۰۰ کسان محکوم شوي.

جنس بدلي/همجنس خوښوونکي

ډونالډ ترمپ ویلي په یوه لاسلیک سره به ټرانس یا جنس بدلي / همجنس خوښوونکي له پوځ، ښوونځیو او ټولو ځایونو وباسي.

Be the first to comment

Leave a Reply