چین: هوا ته توغول شوی توغندی د هند بحر کې غورځېدلی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: ظریف الله ساحل

چینایي رسنیو په تازه راپورونو کې ویلي، هغه توغندی چې د دوی له واک وتلی و اوس تازه د توغندي پاتې شوني په جنوب لویدیځ هند او سریلانکا کې د هند بحر کې غورځېدلي.

له دې وړاندي چینایي رسنیو ویلي وه، هغه فضایې توغندی چې د چین هیواد فضا ته پورته کړی وو، ښایي چې نن شپه به پر ځمکه راولوېږي.

چینایي رسنیو ویلي، چین غوښتل چې فضایې مرکز جوړ کړي او تېره اونۍ یې د فضایي مرکز لومړی ۲۱ ټنه فضایي توغندی فضا ته وتوغوه؛خو هلته د ځمکې له ښکتني مدار څخه بې والکې شوه.

رسنیو زیاته کړې، چې فضایي ډبرې یا (اجرام) چې پر ځمکه رالوېږي نو د هغوی سرعت، طرف او د ځمکې انتقالي او محوري ګرځښت محاسبه کېږي چې بیا د ډبرې د لوېدو ځای او تاریخ مالومېږي.

رسنۍ زیاتوي، چې د دغه فضایې توغندي دقیق ځای ځکه تراوسه نه دی معلوم چي، نیغ(سیده) پر ځمکه نه دی راروان، لا اوس هم لکه نړیوال فضایې مرکز په هغه سرعت د ځمکې د څرخېدو له چټکتیا یا (Velocity) سره سم راګرځي.

د سرچینو په وینا، ستونزه په دې کې ده چي، توغندی د چین هیواد له واکه وتلی دی او په لوړوالي کې غیرې منظم پورته او ښکته کېږي.

دا به د ۴۱.۵ درجې شمال او ۴۱.۵ درجې جنوب ترمنځ عرض البدل کي راولوېږي. افغانستان هم په دغه جغرافیایي موقیعت کې قرار لري.

ښه خبره بیا دا ده چي، دا د فضایې اوسپنې غوندي کلک نه دی.

نو که پر ځمکه راولوېږي د اتموسفېر ،مېزوسفېر ګازاتو او تېز راکیټ ترمنځ کلکوالی به یې وسوځوي؛ خو ټوټې به یې بیا هم په ۱۶۰ کېلومتره شاوخوا وپاشل شي.

د دې ترڅنګ دځمکې اویا سلنه برخه اوبو پوښلې نو ښایي ډېر کم امکان ولري، چې پر بانفوسه سیمو دې را ولوېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.