چینای،حيدراباد ته په ماتي ورکولو سره بيا ترټولو مخکي سوه!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ په ۴۱مه لوبه کي سنرايزر حيدر اباد د چينای سوپرکينګز ميلمنه وه.
د لوبي پچه چينای وګټله او حيدر اباد ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
حيدر اباد د ۳ لوبغاړو په سوځيدو په پوره ۲۰ اوورونو کي ۱۷۶ منډي هدف کښيښودی.
FB IMG 1556077278310 چینای،حيدراباد ته په ماتي ورکولو سره بيا ترټولو مخکي سوه!
ډيويډ وارنر د تل په څير نيمه سليزه ووهله او په ۴۵ توپونو يې ۵۷ منډي وکړلې.
که څه هم بړسټو په صفر وسوځيد خو منيش پانډې د وارنر سره ښه ملګرتيا جوړه کړه د لوبي ترپايه ودريدی او په ۴۹ توپونو يې ۸۳ ناسوځيدلي منډي وکړلې.
همدارنګه ويجی شنکر په ۲۰ توپونو ۲۶ منډي وکړلې.
د چينای لپاره بيا هربجن سينګ ۲ او چاهار يوه وکيټه واخيسته.
FB IMG 1556077440021 چینای،حيدراباد ته په ماتي ورکولو سره بيا ترټولو مخکي سوه!
د چينای د توپوهونکو لپاره د ۱۷۶ منډو هدف د تل په څير اسانه وو.
واټسن او ډوپلسيس پيلوونکي لوبغاړي وه.
که څه هم ډوپلسيس په يوه منډه وسوځيدی خو واټسن بيا په ۵۳ توپونو ۹۶ منډي وکړې.
FB IMG 1556077243098 چینای،حيدراباد ته په ماتي ورکولو سره بيا ترټولو مخکي سوه!
د راينا په ۳۹ او د رايدو په ۲۱ منډو سره چينای وکولای سول چي په وروستي اوور کي د حيدر اباد هدف ته ځان ورسوي.
د حيدر اباد لپاره راشدخان،بونيشور کمار او سنديپ يوه يوه وکيټه واخيسته.
FB IMG 1556077335401 چینای،حيدراباد ته په ماتي ورکولو سره بيا ترټولو مخکي سوه!
چينای سوپر کينګز په يوه منډه سنرايزر حيدر اباد ته ماته ورکړه.
واټسن په ۹۶ منډو سره د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.
FB IMG 1556077383480 چینای،حيدراباد ته په ماتي ورکولو سره بيا ترټولو مخکي سوه!
چينای په ۱۱ لوبو کي د ۸ لوبو په ګټلو سره د جدول سرته ولاړه،او حيدر اباد بيا په ۱۰ لوبو کي د ۵ لوبو په ګټلو سره پنځم مقام لري.
نن ماښام په IPL کي بنګلور او پنجاب لوبه ده.