څېړنه: د مالټې دوه ګیلاسه جوس مو له دغه ناروغیو ژغوري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه او زیاتونه: محمدصادق کریمزی
مالټه چې زمونږ د هېواد په ختیځو سیمو کې ډیره کرل کیږي او د لویو باغونو په لرلو سره د طبعي افت پر وړاندې مقاومت لرونکې خوندوره نارنج ته ورته ميوه ده چې زياته اندازه د بي او سي ويټامينونه او په زیاته پيمانه معدني مواد لري چې روغتیا لپاره ډیره ګټوره ده.
روغتیاپالان وایي، مالټه په خپل ترکیب کې د زیاتو ویټامینونو سربېره کلسیم، فاسفورس، اوسپنه او کاني مواد لري چې د هډوکو په وده او د غاښونو په پیاوړتیا کې خورا مهم رول لري او که دستړیا پر وخت وخوړل شي نو ستړیا هم له منځه وړي.
په همدې تړاو د ترکیې د بورسا پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلې د ورځې مهال دوه ګیلاسه د مالټې جوس څښل مو دویني د لوړ فشار او د سرطان ناروغیو ژغوري.
څېړونکي زیاتوي؛ په مالټو کې دهیسپرډېن ( (hesperdinپه نوم یوه ماده شتون لري چې د انسان بدن ته د اوبو یا شربت په شکل داخلیږي او انسان د سرطان ناروغیو سربیره د زړه له ناروغیو او د وینې د لوړ فشار څخه ژغورلی شي.
څېړنه کاږي، د مالټې جوس د پوتاشیمو کلسیمو، فاسفورسو، اوسپنې او نورو کاني مواد په لرلو سره د وینې په پاکولو کې مهم رول لري او سینې ته نرموالی او اعصابو ته ارامتیا وربښي.
د دوی په باور د مالټې دوه ګیلاسه جوس پوستکي ښکلا، سترګو ته وده او نمو او د وجود دفاعي سیستم پياوړی کولو سره سره د اعصابو دارامتیا سبب ګرځي.
په یوه بله څېړنه کې چې په امریکا کې ترسره شوې وایي، که د انسان په بدن کې د ویټامن سي کچه ټيټه شي د دماغي سکتې ګواښ سره مخ کیږي چې مالټه یې مخنیوی کوي او همدا رنګه که په سګرېټو روږدي کسان دسګریټو پرځای دوه مالټې وخوري دغه چاره یې دسګریټو پریښودو لامل هم کیدلی شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.