څېړنه: د سمارټ فون رڼا مو عصبي سیستم اغیزمنوي او د شپې خوب مو کموي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: محمد صادق کریمزی
امریکایې څيړونکو په هیوسټن کې ترسره کړې څيړنه کې موندلې د سمارټ فون نیلي رڼا د شپې مهال د انسان خوب خرابوي او عصبي سیستم ته ډير زیان رسوي.
څیړونکي زیاتوي؛ دا خبره په اثبات رسیدلې چې نیلي رنګ د سترګو لپاره ډير مضر دي او که مو سترګې د شپې مهال له خوبه مخکې په دغه رڼا ولګیدې زیات امکان لري چې خوب مو وتښتي.

د څيړونکو په باور چې د شپې له مخې دې سمارټ فون، کمپيوټر، رڼايي نه کارول کيږي او که څوک مجبور وي چې د شپې مهال پکې کار وکړي، نو د سترګو له ډاکتر سره دې مشوره وکړي او داسې عينکې دې ځان ته جوړې کړي، چې نوموړی رنګ پرې تاثير ونه کړي.
څیړنه کاږي، که چیرې د ورځې مهال د لمر د وړانګو پر وړاندې د سمارټ فون سکرین ته وکتل شي او دغه منعکس کیدونکې وړانګې چې په انسان ولګیږي، نو دلګیدو سره سم انسان د پوټکي په سرطان د اخته کيدو خطر هم زیاتوي.
څیړونکي د توصیي په شکل وایي، که غواړئ چې سترګې مو کمزورې نه شي، نو د سمارټ فون، لپټاپ او نورو الکترونیکي وسایلو پر وخت سترګو ته دمه ورکړئ او د هرو شلو دقیقو په تیریدو سره شل فوټه لرې د شلو ثانیو لپاره وګورئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.