ژباړه او زیاتونه: محمدصادق کریمزی
د هالنډ دروټراډ پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څيړنه کې موندلي؛ کورنۍ بوختیاوې د ښځو عمر زیاتوي او د باغوانۍ او بڼوالۍ کارونه بیا د سړیو په عمر کې زیاتوالی راولي.
په ډیلي میل ورځپاڼه کې دغه خپره شوې څيړنه وایي، د میرمنو کورنۍ بوختیاوې لکه؛ لوښي مینځل، پخلی کول او د خپلو ماشومانو روزنه کول او دې ته ورته نور کورني کارونه کول د میرمنو د روغتیا او سلامتیا سربیره داوږد عمر ضامن هم دی.
یادو څيړونکو چې شاوخو اوه زره میرمنې او د هغوی ورځني کارونه تر څيړنې لاندې نیولي ول، په پایله کې معلومه شوه چې کورنۍ بوختیاوې د سړیو په پرتله ښځو ته ډیر ګټور دي.
په یوه بله امریکايي څيړنه کې هم ویل شوي چې په کور کې د لوښو مینځل د میرمنو اعصاب اراموي او له ذهني فشاره یې ژغوري.
یاد څيړونکي ښځو ته د توصیې په شکل وایي، که غواړئ چې اعصاب مو ارامه وي یا له ذهني فشار څخه ځان وژغورئ، نو په کور کې کارونه وکړئ .