څیړنه؛ په اسلامي طریقه اوبه څښل مو حافظه قوي کوي او له ناروغیو مو ژغوري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
اوبه چې د انسان حیاتي اړتیا ده او بې له اوبو د انسان ژوند ناشونی دی.
تازه په امریکا کې یو نوې څیړنې موندلي په اسلامي طریقه ډيرې اوبه څښل مو د یادښت ځواک قوي کوي.
دوی په خپلو څيړنو کې موندلې په ناسته په دریو دمو (ساه ګانو) اوبه څښل د انسان وجود ته ځکه ګټور دي چې په دې طریقې د انسان بدن ته د اړتیا وړ اوبه ننوځي.
دوی زیاتوي؛ د دماغو ۶۰ سلنه برخه له اوبو جوړه ده او د نورې روغتیا سربیره د بدن د کمزورتیا او د مالګو مخینوی کوي.
اخو په یوه بله څيړنه کې څیړونکو موندلي، چې ډيرې اوبه څښل انسان له سر دردۍ، د قبضیت په مخنیوي، د پوستکي د نرمښت، د مرۍ او معدې د سوزش څخه ژغوري او له بدن څخه د زهري موادو په خارجیدو کې د پام وړ مرسته کولی شي.
د یادولو وړ ده چې اوبه د الله تعالی له هغو سترو نعمتونو څخه یو نعمت دی چې انسان له بې شمېره عادي او وژونکو ناروغیو ژغورلی شي او هر څوک او هر څومره چې وغواړي په اسانه او ارزانه توګه ترې استفاده کولی شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.