” څو چې دې وهل نه وي خوړلي تر هغې یې نه شې زده کولی“ راشد خان

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راشد خان له دوو پرلپسې ماتو وروسته د سه شنبې په ورځ د سنرایزر حیدراباد د ټیم سره بریا ته په رسیدو کې مرسته وکړه. نوموړې چې لا نولس کلن دی او تر اوسه پورې د افغانستان لپاره تر اویاوو په زیاتو نړیوالو سیالیو کې لوبیدلی او په نړۍ کې په ګڼو شل اوریزو سیالیو کې هم راڅرګند شوی، د دوو پرلپسې ماتو وروسته یې پرون له سنرایزر حیدر اباد سره په څلور اورونو کې د یولس منډو په ورکولو دوه ویکټې واخیستي او دې له سنرایزر حیدراباد سره مرسته وکړه چې ممبيي اینډینز مات کړي.
کله چې له راشد خان پوښتنه وشوه چې د چیناۍ سوپر کینګز او د کینګز اف پنجاب ټیمونو له خوا له پرلپسې ماتو وروسته یې څنګه په دې لوبه کې له ذهني پلوه ځان چمتو کړی شو. نو هغه وویل” تر څو چې دې وهل نه وي خوړلي، تر هغې یې زده کولی نه شئ.“

هغه څه چې په تیرو دوو لوبو کې د راشدخان خلاف ولاړل دا و چې نوموړې اړ شو چې تر ډیر چپ لاسو بیټس منانو ( توپ وهونکو ) لکه ګریس ګیل او شروریش راینا ته بالینګ وکړي. په داسې حال کې چې د ښې لاس توپووهونکو په وړاندې هغه تر دې مخکې ښه وړتیا ښودلې ده.
راشد خان د سه شنبې په شپه دا هم ومنله چې په تیرو دوو لوبو کې یې ډیر بشپړ او د اوږد واټن توپ غورځاوه. راشد خان وايي د ممبيي انډینز په وړاندې یې خپل د توپ اچوونې ستراتیژي بدله کړه. نوموړې خبریالانو ته وویل” په تیرو دوو لوبو کې ما یو څه بشپړ توپ اچوه چې ما سره یې مرسته ونه کړه او ما یې سزا وخوړه.“ نوموړې د سه شنبې د ورځې د لوبې په اړه وویل،” یوازیني څه مې چې په دې لوبه کې مې بدل کړل هغه دا و چې هرڅومره ممکنه وه هڅه مې وکړه چې په ښه – واټن توپ وغورځوم. یوازیني څه چې ما پرې کار وکړ، د توپ غورځونې لاین او واټن و، چې مثبت نتیجه یې راکړه.“

د ممبيي انډینز د ټیم روزونکي مهیلا جای وردن وايي” د لوبې پر مهال د وانکیډي د سټډیوم پچ هم تر عادي حالت ډیر ورو و چې دا هم د دوی خلاف ولاړ. “
نوموړې زیاته کړې، دوی به په عادي ورځ په راشد برید کړی وی خو د سه شنبې په ورځ نه” ځکه نه پچ سم و او نه نور وضیعت. “ هغه وايي که په یو بله عادي ورځ موږ یو لوبغاړی هم نا سوزیدلی لرلی، د راشد خان د بالینګ په وړاندې مو درولی شو ځکه موږ پوهیدو چې هغه به څنګه توپ اچوونه کوي.

د کرکټ په نړۍ کې ډیر کم لوبغاړي له پرلپسې ماتو وروسته خپلې تیروتنې منې او د سمون لټه یې کوي، او راشد خان یو له همداسې کسانو دی چې له ماتو زده کړه کوي او ناکامۍ په بریاوو بدلوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.