ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
ټول وګړي پیسې او شتمني خوښوي او ټول عمر به په همدې هڅه کوي، چې څنګه وکولی شي ښه ژوند او ډیره بسپنه ولري، مګر په سلو کې څو تنه دې هیلو ته رسیږي او بریالي کیږي.
شتمن کېدل هغسې ستونزمن کار هم نه دی، یواځې لږ صبر او د پیسو د راټولولو پوهې ته اړتیا ده.
وړاندې تر دې چې د شتمن کېدو په لارو چارو وغږیږو غوره ده دې طرز العملونو ته پاملرنه وکړو. :
• لومړی په یوه شتمن کور کې زیږیدل دي. دا طبعیي خبره ده که چیرې تاسې په یوه نموني ماڼۍ کې زیږیږئ؛ نو د ډیرو هلو ځلو اړتیا نه پیښیږي.
• ډيری فکر کوي مشهوره کېدل د شتمن کېدو لپاره یوه ښه لاره ده، بیا نو له ځانه لوبغاړي، لیکوال او ….. نور جوړوي او ورته پنا وړي.
خو لارې چارې یې دا دي:
۱- د مالیاتو په وخت ورکړه
تاسې چې له هرې لارې پیسې لاسته راوړئ اولنۍ برخه، چې تاسې به یې ورکوئ او درنه به ګرځول کیږي دولت ته د مالیې ورکړه ده. باید خپله ټوله هڅه وکړئ، څو دا کار ښه او په خپل وخت وکړئ. د یو ښه حسابدار د نیولو وروسته د کمو مالیاتو لارې چارې ولټوئ او په خپل وخت مالیات ورکړئ.
۲- شل په سلو کې عاید مو بسپنه کړئ
کله مو چې خپل حق ترلاسه کړ په سلو کې ۲۰ سلنه بېلې کړئ او هغې ته ګوتې نورې مه ور وړئ. تاسې باید خپل بسپنه او ورځیني مصارف سره بیل کړئ. ځکه هر څومره پیسې چې ستاسې په لاس کې وي په مصرفولو به محکومې شي. نو د امکان ترحده د بسپنې حساب مو له ځانه لیرې وساتئ.
۳- په بسپنه پیسو پانګونه وکړئ
کوښښ وکړئ کله مو چې بسپنه په کافي اندازه زیاته شوه؛ نو په مختلفو لارو یې پرې پانګونه وکړئ او پکې زیاتوالی راولئ. د خپلو پیسو د زیاتوالي لپاره له بیلا بیلو لارو ګټه واخلئ.
۴- ۱۰ کاله صبر وکړئ
که چیرې شونې وي او خپل پورته کړي قدمونه مو بریالي پورته کړي وي په لسو کلونو کې به مو ډيره شتمني راټوله کړي وي. ممکن دا لاره شاهکار نه وي، مګر د شتمنۍ د ترلاسه کولو اسانه لار ده.
۵- یو پلان جوړکړئ
کله مو چې میاشتنی حق ترلاسه کړ هغه په څو برخو وویشئ. اول خوراکي مواد چې باید په یوه میاشت کې یې مصرف کړئ برابر کړئ. البته په منځني ډول ( غوښه، وریجې، چرګ ، مکروني….. او) د پیسو یوه برخه د ناڅاپي حالتونو دراتلو لپاره بیلې کړئ. لکه د ناروغۍ ، میلمنو او….
په هماغه لومړۍ مرحله کې د اوبو، برق، ګاز او ټیلفون پیسې ورکړئ او پاتې پیسې د میاشتې په ورځو وویشئ او د هماغې ورځې معلومې پیسې هره ورځ په جیب کې واچوئ. له سهاره په دې پیسو د سهارنۍ، صبح ناري او ماښام لپاره پلان جوړ کړئ. څومره چې کولی شئ له ټاکلو پیسو او اندازې زیات مصرف مه کوئ.
کوښښ وکړئ په ملي بس کې تګ راتګ وکړئ او پر هغه ټیکسي مصرفیدونکي پیسې په ځانګړي توګه وساتئ او د کال په پای کې به په نسبي ډول ستاسې ستونزې حل شوي وي او د پیسو د یوې برخې درلودنکي به هم اوسئ.