لیکنه: حشمت الله رحمتي
دوه کاسې چې یو په بل ولیګي نو اواز اوچتوي!
انسان د خطا سره مل دی، که په کور کې خاوند د پاچا حیثت ځانته برابر کړي او ښځې ته د وزیرې حیثت ورکړي او د کور په ټولو کارونو کې یو د بل سره لازمې مشورې وکړي، متقابل احترام ولري، نو په دغسې کورنۍ کې به هیڅ کله هم شور او شخړې په زره بین هم ونه ګورئ.
اوس راشئ چې په ځینو هغو مسایلو سره بحث وکړو چې د کورنیو شخړو لامل ګرځي:
۱- د ماشومانو شخړې غټول
زمونږ په ټولنه کې د ډیرو کورنیو شخړو لامل د ماشومانو ترمنځ د لوبو په سامان الاتو باندې شخړې دي چې بیا ددې وړو شخړو څخه میندې خپلو خاوندانو ته لویې کیسې جوړوي چې د کور د مشر د عدم کنټرول او یا د غوسې پر محال د تصمیم، بیدون د تحلیل څخه د قضې اړوند عکس العمل نیول، د دغه ډول شخړو لامل ګرځي.
۲- د کور د مشر د مسولیت د عدم درک کول.
که د کور مشر د کورنۍ د غړو ترمنځ کارونه په منظمه توګه وویشي او بیا د هر چا د مسولیت او صلاحیت حدود تعین کړي، یعنې هر څوک په خپل کار مشغول کړي او د کنټرول یو ښه سیستم هم ولري نو هیڅکله به هم د کورنیو شخړو شاهد ونه اوسو.
د کور د مشر د مسولیت د عدم درک کول.
که د کور مشر د کورنۍ د غړو ترمنځ کارونه په منظمه توګه وویشي او بیا د هر چا د مسولیت او صلاحیت حدود تعین کړي، یعنې هر څوک په خپل کار مشغول کړي او د کنټرول یو ښه سیستم هم ولري نو هیڅکله به هم د کورنیو شخړو شاهد ونه اوسو.
۳- بعضې وخت د ښځو د تګ او راتګ د ډیروالي له کبله هم کورنۍ شخړې رامنځ ته کیږي.
هر کله چې ښځې د خپل کور څخه پردی کور او د پردي کور څخه خپل کور جوړ کړو، نو د داسې ښځې څخه د ښو طمعه کول ناداني ده، ځکه ډیری وخت ځینې کورنۍ داسې عادات لري چې په نورو کورنیو کې درز پیدا کړي. دا ډول کورنیو ته ډیر تګ راتګ کول ښځې ته ځیني منفي خبرې کوي، لکه ورته وايي چې د ډیر کار له کبله دې رنګ بیخي د لیدو نه دی، لکه چې کار درباندې زیات دی، دا کور ټول په تا راټول دی، خو بیا هم خواښې دې تل د هغې بلې یور صفت کوي، ددغسې جملو په اوریدو سره هغوی منفي فکر پیدا کوي چې له کبله بیا ښځه د خواښې خو پریده چې د میړه په خبره هم بریک نه نیسي.
له دې خبرو هدف دا دی چې که خواښې، خاوند، سخر او یا خپله میرمنه وي، باید متوجه اوسي او ونه غولیږي، بلکې د خلکو خبرې بابیزه وګڼي او په سوله ییز ډول چکر ووهي او ژوند وکړي.
۴- د کور د کشرانو له خوا د مشرانو په خبرو کې بیځایه مداخله
په کورنیو کې ډیر کله مور خپل اولادونه تحریکوي چې د خپل کاکا یا د کاکا ځوی او یا هم د کور د بل کوم مشر څخه خپل حق وغواړي او خپلو زامنو ته مور داسې ذهنیت ورکوي چې پخوا يې کاکاګانو ورسره ډیر ظلم کړی او اوس ددې وخت رارسیدلی چې ورته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي یا د تیرو کړنو حساب کتاب ورسره پاک کړي.
دا سمه ده چې حق باید وغوښتل شي خو په دې ډول نه چې شخړې او لانجې ترې جوړې شي.
۵- د غټو کورنیو ترمنځ معمولا د عوایدو په اساس ډیرې شخړې رامنځ ته کیږي
د پښتو ژبې متل دی چې بیکاري د بدبختۍ زانګو ده، کله کله په لویو کورنیو کې د کورنۍ یو یا څو اشخاص بیکاره وي، یا د دندو ترمنځ يې ډیر تفاوت موجود وي چې د عوایدو ډیروالی او کموالی یې په مصرف هم تاثیر لري چې له مخې د کورنۍ د مشر د عدم نظارت له امله د کور نظم اخلالیږي، ځکه کوم شخص چې لوړه تنخوا لري، د هغه ښځه او ماشومان په کورنۍ کې د زیات تعزیم او ارزښت وړ وي یعنې ډیر خیال یې کیږي، او یا هم د توکو په شیانو کې د ماشومانو ترمنځ فرق کیږي ددې ترڅنګ د روزنې او ښوونې په ځایونو یا مکاتب يې هم سره فرق لري، یعنې هغه ماشومان چې پلار یې ډیرې پیسې ګټې نو د هغو ماشومانو په نسبت چې پلار یې کم عاید لري په ښه او شخصي مکاتبو کې داخلیږي چې همدا عدم مساوات په کورنیو کې د نظم د ګډوډۍ لامل ګرځي.