لیکنه: حمیدالله حمیدي
ډېری زده کوونکي، په ځانګړې توګه هغه کسان، چې غواړي کانکور ورکړي، سر ټکوي، چې له اندازې ډېره مطالعه کوي، خو څومره یې، چې زحمت باسي، په هغه کچه څه نه شي زده کولی. باید وویل شي، چې په کانکور کې، د بریا په موخه یوازې په زیاته کچه مطالعه کول اړین نه دي، بلکې، د زده کړې او مطالعې لپاره د ځانګړو لارو چارو عملي کول مهم دي.
که څوک په ساعتونو ساعتونو بې له دمې مطالعه وکړي، خو د پام وړ لاسته راړنه ترې ونه لري، توپیر یې له هغه چا سره ډېر نشته، چې بېخي یې مطالعه نه ده کړې. له مطالعې اصلي موخه زده کړه کول دي، چې زده کړه کول بیا ځان ته خپلې لارې چارې لري او په دې باید پوه شو، چې څنګه کولای شو یو څه زده کړو؟ مانا دا چې یو مطلب داسې زده کړو، چې د اړتیا په وخت کې وکولای شو را په یاد یې کړو او ګټه ترې واخلو. د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې لومړی باید د مطالعې او زده کړې فن او چل زده کړو.
د زده کړې او مطالعې په سر کې مو باید نیت دا وي، چې هر هغه څه چې اوس یې لولئ باید زده او حافظې ته وسپارل شي. څېړنو ښودلې؛ تر هغه وخته، چې انسان ونه غواړي، یو څه زده کړي، یوازې په لوستلو سره یې هېڅکله هم په حافظه کې ځای نه نیسي.
په اصل کې نیت کول د کار کولو اصلي لامل دی، چې دغه څه په اسلام کې هم روښانه دي؛ حدیث شریف دی، « إنّما الأعمال بالنیّات » ژباړه: (ټول عملونه په نیت پورې تړلي دي (مانا دا چې لومړی نیت وکړئ، کار به خپله ترسره شي.)
په ذهن کې د زده کړو څیزونو وخت په پام کې نیول هم ډیر اړین دي. ډېری کسان غواړي زده کړي څه یې یوازې د کانکور د آزموینې تر ورځې پورې په ذهن کې پاتې شي او یا ډیر کله د نمرو او په ازموینو کې د بریا لپاره مطالعه کوي. د دې لپاره هغه څه، چې مطالعه کوئ او زده کوئ یې د زده کړې پر وخت یې دا نیت وکړئ، چې دغه مطالعه یوازې په کانکور کې د بریا او یا هم په ښوونځي کې د نمرو اخیستلو لپاره نه کوم، بلکي غواړم د ډېر وخت لپاره مې معلومات په ذهن کې پاتې شي.
«ډاکټر مارتین رادز» په دې باور دی، چې د موضوع د ګټورې او پایدارې زده کړې لپاره اړین توکی له هغه مطلب سره مینه او لېوالتیا لرل دي. مارتین په دې پوره عقیده لري، که څوک تر ټولو قوي حافظه هم ولري، خو که له هغه، څه سره، چې لولي یې مینه او علاقه ونه لري، هېڅ کله به یې په یاد پاتې نه شي او ډېر ژر به یې له ذهنه ووځي، نو له هغه څه سره، چې مینه نه لرئ، خو مجبور یئ، چې زده یې کړئ هڅه وکړئ، په خداګاه ډول ځان ته داسې روحیه ورکړئ، چې ګواکې له دې مطلب سره مینه لرئ، څو وکولای شئ، په اسانۍ او د ډېرې مودې لپاره یې په ذهن کې وساتئ او د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخلئ.
له هغو مطالبو سره چې غواړئ زده یې کړئ، څنګه خپله مینه زیاتولای شئ؟
د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی.
د دې لپاره، چې و کولای شئ یو مطلب په ډېرې اسانۍ زده او ذهن ته وسپارئ، ځان ته داسې روحیه ورکړئ، چې ګواکې کلونه کلونه وړاندې مو غوښتل، دغه څه زده کړئ او نن په دې بریالي شوي یۍ، چې لاسته یې راوړئ. که مو ذهن کې دې فورمول ته ځای ورکړ ډاډ درکوم چې په پوره مینې او لېوالتیا سره به یې زده او د ډېرې مودې لپاره ذهن ته وسپارئ. دا موضوع مو په ژبه جاري ولرئ، له نور کسانو سره د همدې مطلب په اړه خبرې وکړئ، په اړه یې د ملګرو تر منځ خبرې وکړئ او د ګټې اخیستنې د ځایونو او اړین والي په اړه یې بحث او څېړنه وکړئ.