ستاسې په کور، دفتر او کارځي کې خامخا داسې کسان شته، چې پر نورو امر کوي.
تاسې د کور د نارینه په توګه، مور او پلار د مشرانو په توګه د کور پر نورو غړو تل امرونه کوﺉ. دغه خلک معمولاْ شخصي حساسیتونه نه انګیري او د افرادو فردي خپلواکي تر پښو لاندې کوي.
لور او زوی مو، چې خبره ونه مني، وهو یې. کشر ورور مو، چې له طبعې او امر سره سم کار ونه کړي، منت پرې کوو، خو پر دې فکر نه کوو، چې هغوی هم خپله فردي خپلواکي لري.
زموږ ډېر زلمیان له دې امله له خپلو مسلکونو لرې پاتې شوي، چې د مور او پلار له ذوق او غوښتنې سره سم عمل یې کړی دی.
زه څوک د مور او پلار له اوامرو سرغړونې ته نه هڅوم، خو دا جرات حتمي ورکوم، چې د خپلو ارمانونو، سلیقې او خوښې په تعمیل کې هغوی ته قناعت ورکړي.
مشران دې تل دا فکر نه کوي، چې د نورو پر افکارو، سلیقو، خواهشاتو او حرکاتو دې واکمن وي. دا ډول چلند له هغوی نه فردي خپلواکي، د فکر کولو قوت، خود ارادیت، ځانباوري اخلي او په وجود کې یې عقدې ځای نیسي.
کېدای شي تاسې د نورو د ازادۍ په سلبولو کې بد نیت ونه لرﺉ، خو په دې باید پوه وﺉ، چې تاسې د نورو کسانو شخصیت او ځانباوري وژنئ.
دفترونو او ادارو کې
په دفترونو کې ډېر داسې کسان موندل کیږي، چې رییسان او مدیران نه دي، خو پر نورو کسانو د رییس او مدیر په ډول واک چلوي. هغوی غوسه، قهر او سپکې سپورې ټولې لارې کاروي او تاسې اړ باسي، چې امر ته یې غاړه کیږدﺉ.
د کابل په یوه مشهوره مجله کې یوه خبریال له نویو کارکوونکو سره همدا ډول چلند درلود. زما د کار دویمه ورځ وه، چې راباندې را بړچ یې وهل. شاوخوا نور کسان هم ول، له هغوی وشرمېدم، امر مې یې ژر پرځای کړ. ساعت وروسته د مجلې مدیر ته ورغلم او د اړوند کس کاري لایحه مې ترې وغوښته.
کله، چې پوه شوم دغه ښاغلی ناحقه ریاست او مدیریت کوي، په خپل کار کې مې د ټولو پر وړاندې وننګاوه. اوونۍ وروسته د نوموړي ټولې چارې ماته وسپارل شوې او دې یې یوې بلې څانګې ته بدل کړ.
دا بېلګه ځکه ورکوم، چې نوي کارکوونکي اکثریت له دا ډول ستونزو او کسانو سره مخ کیږي.
تاسې د دغې ستونزې د اواري لپاره لومړی خپلې وړتیاوې وکاروﺉ، که په تاسې کې څه نیمګړتیا وي، ژر یې لرې کړﺉ، ځکه په دې توګه تاسې اړوځﺉ، چې د هغه تر اغیز لاندې راشﺉ، خو که په کار کې بلد وﺉ او پوهیږﺉ، چې مقابل اړخ بېځایه خپله هوده درباندې پخوي، ځواب ورکړﺉ او په خپلو ورځنیو چارو کې یې وننګوﺉ.
دا ډول کسان پر نورو افرادو د اغیز په موخه، خپل شته نفوذ او ډار کاروي. هغوی ته هیڅکله فرصت مه ورکوﺉ، چې ویره او ډار درکې پیدا کړي. ځان ازاد وانګیرﺉ او د کس پرځای ځان ادارې او خپل رییس او مدیر ته ځواب ویونکی وګڼئ.
ډېری هغه کسان، چې پر ځانونو ډاډمن دي او له خپلې شته خپلواکي نه کار اخلي، مطیمن ښکاري، خو برعکس هغه کسان، چې پر ځان باور نه لري او د نورو له مقام او نفوذ نه ویریږي، کله هم پرځان د نورو د تسلط او مدیریت او ریاست مخه نه شي نیولای.