ولې راته ځان سپک او حقیر ښکاري؟ حل لارې او درملنه یې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: ساحل منګل
لږ تر لږه پنځه نوي سلنه وګړي د حقارت غوټه (احساس) لري او په ميليونونو کسانو کې دغه احساس دومره جدی دی چې هغوی ېې له برياليتوب او خوشالۍ څخه محروم کړي دي.
هغه څوک چې د حقارت غوټه لري تل دا احساس کوي او يا هم له نورو خلکو سره دا خبرې کوي، چې زه نشم کولای دا کار سرته ورسوم، زه نه شم کولای په کومه لوبه کې بريالی شم، زه ددې کار د سرته رسولو مهارت نه لرم، زه يو بې ارزښته انسان يم، هر څوک له ما څخه ښه دي او زه د چا نه خوښيږم.
د حقارت احساس له کومه ځايه راځي؟
د حقارت د احساس منشا زمونږ د واقيعتونو او تجربو څخه نده، بلکې هغه برداشت او تفسير دی، چې مونږ ېې له واقيعتونو څخه کوو، يا په بل ډول د حقارت احساس زمونږ د تېرو کړنو او تجربو تحليل دی، نه په خپله هغه کړنې او تجربې.
د بېلګې په ډول:
دا حقيقت دی، چې د وزن په پورته کولو کې به يو کمزوری شخص يوو، مګر دغه کار نه شي کولای له مونږ څخه يو (حقير شخص) جوړ کړي. خو که چيرې د وزن پورته کول له فزيکي کمزورتيا پرته مونږ له نورو عواملو څخه وبولو بيا نو مونږ حقير يوو. ځان حقيرول په دې مانا چې مونږ خپل ځان ته له کومې زوايي ګورو.
د پوهې او د مهارتونو نشتوالی ندی، چې مونږ په حقارت باندې اخته کوي او زمونږ په ژوند اثر کوي، دغه د حقارت احساس دی، چې خپله شته پوه او مهارت باندې باور نه لرو.
د حقارت احساس يوازې په يوه دليل منځ ته راځي: ځان د خپلو قوانينو سره سم نه پرتله کوو، بلکې د نورو کسانو د قوانينو له زاويي ورته ګورو. کله چې دغه کار ترسره کوو، همېشه په دوهم رديف کې لويږو. فکر کوو، په دې عقيده لرو او فرض ېې ګڼو، چې خامخا بايد د نورو خلکو له قوانينو سره پرتله شو. نو ددې کار پايله داسې کيږي، چې خپله (بې ارزښتي) ته په خپله رايه ورکوو. فکر کوو، چې د نيکمرغۍ او برياليتوب لياقت نه لرو او تل د ګناه احساس کوو او هغه وړتيا چې دننه په وجود کې ېې لرو له لاسه ورکوو.
ددې ټولو علت دا دی، چې مونږ خپله اجازه ورکوو او صرف په دې باور چې (( زه بايد د فلاني کس په څېر و اوسم)) يا د نورو کسانو سره ورته شم. که چېرې لږ کم په دې باره کې فکر وکړو، ددې تفکر ډول ډېر ښه روښانه کېږي. ځکه چې هيڅ يو ثابت معيار چې وکولی شي ټولو انسانان په نظر کې ونيسي وجود نلري.
د حقارت احساس له منځه يوسئ
که چېرې د حقارت په غوټه اخته او ناراحته ياست، د دې علاج دادی، چې خپل ځان د نورو څخه ښه او لوړ وګڼئ، خو په داسې ډول نه چې په دې کار کې له نورو سره کينه پيدا کړئ، خپل ځان له هره پلوه ځواکمن وښاياست او په خپلو وړتياباور ولرئ، خو داسې نه چې خپله برتري د نورو په کمزورتيا کې ولټوئ. که چېرې مو ځان دا ډول پرتله کاوه د حقارت احساس به مو له منځه لاړ شي، خو کېدای شي په بل مرض اخته شی، کېدای شي کينه ګر شئ، له خلکو سره مو اختلافات پيدا شي او يا نور.
تاسو د يوه شخصيت په عنوان له هېڅ کوم شخص سره رقابت نه کوئ، تاسو په شان شخصيت د ځمکې پر مخ بل نشته يا ستاسو په طبقه کې نه پيداکيږي. تاسو يو فرد يئ او په فرد پورې اړوند يئ. د بل شخص په څير نه يئ او هېڅکله کېدای نشي چې يو بل څوک و اوسئ.
الله ج انسانان ټيټ – لوړ، ډنګر- چاغ، تور- سپين او ډول ډول پيداکړي دي، خو په معنی کې ېې يو پر بل برتري نده ورکړي.
ارواپوه ډاکټر نورټون ويليمز وايي، چې انسانانو ته تشويق ددې لپاره اړين دی، چې ځېنو خلکو ځان ندی پيژندلی. د هغه په خبره د آرامتيا احساس هغه وخت په انسان کې رامنځ ته کيږي، چې انسان په نورو خلکو پورې ځان منحصرونه ګڼي او له نورو څخه ېې بېل وګڼي.
ډاکټر نورټون وايي انسان په هغه وخت کې ځان پېژني خپل ځان باندې د يو انسان په توګه باور وکړي.
ددې ليکنې پايله :
– د حقارت احساس له پېښو څخه نه، بلکې مونږ ېې خپله د پېښو له تفسير څخه اخلو.
– د حقارت احساس هغه وخت له منځه تللی شي، چې په خپل ځان او وړتياو باور ولرو.
– هيڅ انسان بايد د بل انسان د ژوند تقليد ونکړي، هر انسان ځان ته انسان دی.
– د احقارت احساس په خپله مونږ له منځه وړلی شو، نه بل څوک.
– ځان حقير ګنل ځان ته سپکاوی او ګناه ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.