ځيني مهم نړيوال لوبغاړي IPL پريږدي!

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمر ليګ په خورا مهم پړاو کي قرار لري.
هره لوبډله کوښښ کوي چي ځان په څلورو غورو لوبډلو کي ځای کړي او تر پايلوبي ځان ورسوي.
چينای سوپر کينګز او ډهلي ځان يقيني کړيدی.
چينای تر دې مهاله ۸ او ډهلي بيا ۷ لوبي ګټلي چي په اول او دويم مقام کي ځای لري.
ممبی انډينز، سنرايزر حيدر اباد،کينګز ايليون پنجاب او کلکته نايټ رايډرز څلور واړه لوبډلي هڅه کوي تر څو خپلي راتلونکي لوبي وګټي،په جګړه کي بريالۍ سي او ځان څلورو غوره لوبډلو ته ورسوي.
رويال چلنجرز بنګلور او راجستان رويالز لوبډلي لاهم ژوندۍ دي،د حرکت په حال کي دي لايې هم هيلي ندي مړې،خو که چيري يوه لوبډله له دوی څخه يوه لوبه هم وبايلي په هيڅ ډول د مخته تګ چانس نلري يوازي به خپلي پاتي لوبي پايته رسوي.
دا چي د IPL ډير مهم او جګړيز پړاو روان دی او راتلونکي يو ورځني نړيوال جام ته هم ډير لږ وخت پاته دی،نو ټوله لوبيدونکي هيوادونه غواړي چي لوبغاړي يې ګډ تمرينات وکړي او ځانونه اماده کړي.

هغه لوبغاړي چي د نړيوال جام په سکواډونو کي اعلان سوي خپلو هيوادونو ته ځي او هلته د ملي لوبډلو سره يوځای کيږي.
ځيني لوبغاړي په دې ليګ کي د لوبډلو د ملاتیر دي چي په تلو سره به يې لوبډلي د ډيرو ستونزو سره مخ سي.
د سپورټس کيدا د مالوماتو پر بنسټ يوازي نيوزلينډي او افغان لوبغاړي،همدارنګه هغه لوبغاړي به ددې ليګ ترپايه لوبيږي چي تقاعد سوي وي.
هغه لوبغاړي چي لوبډلي پريږدي:

چينای سوپرکينګز: عمران طاهر او فاف ډوپلسيس
ډهلي کاپيټلز: کګيسو ربادا
ممبی انډينز: جيسن بیهرنډورف او قوينټن ډيکوک
سنرايزر حيدر اباد: جوني بيرسټيو،شکيب الحسن، ډيويډ وارنر
کينګز ايليون پنجاب: ډيويډميلر،کريس ګيل
کلکته نايټ رايډرز: جوی ډينلي،انډري رسل،کارلوس بریټويټ
رويال چلنجرز بنګلور: معين علي،مارکس سټونيس،ډيل سټاين،شيمرون هيټماير
راجستان رويالز: بين سټوکز،جوز بټلر،سټيوسميت،جوفرا ارچر.