د پيازو هغه ۵ ګټې چې تر اوسه به ترې خبر نه یۍ !

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: مریم محمدي
پیاز یو له هغو سبزيجاتو څخه دی چې هر څوک د بیلابیلو خوړو په پخلو کې ترې ګټه اخلي او کاروي یې. پیاز د خوړو د خوند ښه کیدو تر څنګ، د انسان روغتیا ته هم ډېره ګټه رسوي.
د پيازو لومړنى ټاټوبى افغانستان او ایران دي او وروسته ورو ورو له دغو سيمو نه نږدې هېوادونو لكه هند، چین او بيا تر یونانه پورې خپور شوی. دلته غواړو چې د خام پیازو د خوړو په اړه ځینې په زړه پورې ټکي درته ووایو:
۱ – د سا بندۍ ضد
هغه کسان چې د سا بندۍ په ناروغۍ اخته دي، نو په خپل د خوړ لیست کې دې پیازو ته ځای ورکړي .
۲- سرطان ضد
څېړنو ښودلې؛ هغه کسان چې ډير پیاز خوري په سرطان د اخته کېدو چانس یې ډیر کم وي.
۳- وینه جوړونکې ده
د پیازو خوړل د وینې په جوړولو کې مرسته او له کم خونۍ مو ژغوري.
۴- هډوکي جوړوي
پیاز هډوکي له نرمېدو څخه ژغوري او ماتو شویو هډوکو په جوړیدو کې مرسته کوي.
۵- د وینې فشار ضد
د خام او پخو پیازو خوړل د وینې د فشار د کمیدو سبب کیدای شي.
که چیرې تاسو خام پیاز نه شئ خوړلی، نو په سلاد کې پیاز استعمالولی شئ. که تاسو لاهم آرام یاست، نو کولی شئ په خپلو خوړو کې د پیازو له اوبو نه استفاده وکړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.