د نقیب محسود شهادت دومره زورور وو چې کوزني پښتانه یې له تل پاتې چوپتیا وویستل او بلاخره یې د خپلو حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه وکړه.
نقیب محسود یو وزیرستانی ځوان وو چې کراچۍ ته د مزدورۍ لپاره تللی وو، هلته یې عادي دوکانداري کوله.
د هغه کورنۍ وايي چې پولیس یې پسې کورته په سپینه جامه کې راغلل، هغه یې له کرایه کور وویست او وروسته له څه وخت یې هغه په یوه جعلي مقابله کې شهید کړ، چې دې کار ته یې د ترهګرۍ نوم ورکړ.
له دې وژنې وروسته خاموش پښتانه ځوانان نور چوپ نه شول، ځوان منظور پښتون لومړی هغه ځوان یادیږي چې د نقیب محسود لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه.
د محسود دا غږ به چا ویل چې دومره بدرګه شي، خو له ترهګرۍ او د پاکستاني حکومت له ځورونې تنګ شوي پښاته یوازې همدې ته په تمه ول چې یو څوک غږ پورته کړي او دوی ته بهانه شي.
د پاکستان حکومت لومړی دا غږ بابیزه وباله، خو د منظور پښتون ځوان غږ دومره پراخ شو چې اوس یې د پاکستان حکومت ننګولی. ورځ تر بلې یې شمیر پراخیږي او هر پښتون چې خبریږي، له دې کاروان سره یو ځای کیږي. په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت هلته په میشتو رسنیو بندیز لګولی څو د هغوی غږ خپور نه کړي.
دا لاریون اوس بلوچستان ته رسیدلی. ډله ډله پښتانه ورځي او ورسره یو ځای کیږي.
د پښتون روان غورځنګ اوس یوازې دا شعار نه دی چې نقیب محسود ولې شهید شو، بلکې ددوی غوښتنې پراخې دي چې په کې د هغو پښتنو او بلوڅو خلکو او زلمیانو راپیداکول او خوشي کولی دي چې پاکستاني حکومت بیولي او لا هم نادرکه دي.
منظور پښتون چې ددې غورځنګ سر لاری دی بي بي سي سره یې په یوه مرکه وویل چې په موږ سخت او بد ظلمونه شوي او خلک چې اوس راوتلي، دا د خپل ځان ترجماني کوي.
https://www.facebook.com/bbcpashto/videos/1729771577058276/
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت ددغه لاریون د مخنیوي لپاره د غورځنګ د مشرانو په دې د نیولو امر وشو چې د حکومت او ګټو خلاف یې څرګندونې کړي، خو ددې غورځنګ یوه غړی خان زمان کاکړ وايي «په زندانونو او په زور کله هم د خلکو تحریکونه نه دي غلي کړای شو.»
کاکړ وویل د حکومت دا ډول ګواښونه څرګندوي چې حکومت ترې ویریږي، خو مخه یې ځکه نه شي نیولی چې پښتون ولس اوس راپړسیدلی او اوس یې څوک نه شي منعه کولی.
دی وايي، د انګریزانو په ډالرو او عربانو په پیټرولو کوم فساد چې په افغانستان کې پنجابیانو روان کړی، اوس هم دوام لري.
دی په کویټه کې د پښتون غورځنګ یوې لویې غونډې وینا کوي چې خلک یې په چکچکو بدرګه کوي.
https://www.facebook.com/1154035617988717/videos/1837674862958119/
د مشرانو د نیولو د امر په مقابل کې په بنو کې لیکوالو او روښانفکرو اعتراض کړی او غوښتي یې دي چې ددوی غږونه دې نه خاموشه کیږي، ځکه خپل حق غواړي.
د پښتون غورځنګ خبره تر ملګرو ملتونو رسیدل.
تازه امریکا غږ ډیوه راډیو په خپله ویب پاڼه کې لیکلي؛ په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د پښتنو په استازیتوب فضل الرحمن اپریدي ویلي، د پاکستان ریاست نړۍ ته پښتانه ترهګر ښودلي او نړۍ هم له تاییده پرته پرې باور کړی دی.
ده ویلي؛ له کله راهیسې چین په پاکستان کې د چین پاکستان اقتصادي لارې منصوبه پیل کړې، نو حالات د بلوڅانو وروسته د پښتنو لپاره هم خراب شوي دي.
راپور کاږي؛ نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د “پښتون پسرلي” نوم ورکړی او وایي، په لومړي ځل دې تحریک د حکومت بنیادونه لړزولي او د پښتنو د وېرې احساس یې ختم کړی دی. هغه وایي د غورځنګ مشران منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ د معلوماتو له مخې پاکستاني حکومت ۳۲۰۰۰ پښتانه جبري بې درکه کړي دي، چې په هغوی کې یواځې ۲۵۰ بیرته خپلو کورونو ته راغلي دي.
پښتو ټایمز په خپله فیسبوک پاڼه د ښاغلي فضل الرحمن افریدي د انګلیسي ژبې د خبرو ویډیو خپره کړې؛
https://www.facebook.com/thepashtuntimes/videos/754373591425503/
د پښتنو دا غږ څومره اغیزناک دی؟
دا لومړی ځل دی چې د کوزې پښتونخوا خلک دومر راویښيږي او داسې پرلپسې د خپلو حقونو غوښتنه کوي. که چیرته دا غورځنګ همداسې دوام کوي نو د پښتنو دوامداره حقوق په کې تامینیدلی شي.
له دې پراخ غورځنګ دا هم ښکاري چې پښتانه څومره ویښ شوي، ځکه دومره وخت چې پښتانه وکارول شول یا اوس هم کاریږي لامل یې همدا وو چې ویده ول، خو په اوسنۍ نړۍ کې چې ورځ تر بلې چارې او حالت بدلون مومي، نو پښتانه هم باید دا بدلون په داسې ډول وکړي چې نور نه خپله خپل ځان ووژني او نه بل څوک د بل چا لپاره ووژني.
نن سبا د هر انسان غږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسیږي، د پښتنو دا غورځنګ هم همداسې دی چې کولی شي نړۍ د ځان متحده کړي. دا یو فرصت هم دی، ځکه تقریباً نړۍ په دې یوه خوله ده چې پاکستان ترویزم پالي او تر ډیره له پښتنو او بلوڅو په تروریزم کې کار اخلي، هم یې تجهیزوي او هم یې وژني، نو که اوسني راویښ شوي پښتانه او بلوڅ همداسې مخته لاړ شي، بلاخره نړیوال به پر پاکستان فشار راوړي چې له پښتنو سره دې عدالت وشي او د میزان تلې دې ورسره کیښني.
د بره پښتنو او روښانفکر ملاتړ
که پاکستاني رسنۍ د پښتنو د غورځنګ خبرونه نه خپروي او انعکاس نه ورکوي، خو ټولنیزو رسنیو ددې زمینه برابره کړې چې د پښتنو غږ تر هر ځایه ورسیږي.
ګڼ افغان شاه زلمي هره ورځ د پښتنو کوزنی پيل شوی غورځنګ ستايي او دا یو سپرلی بولی، چې ژر ده پښتانه نور له پردیو او پنجابي جګړو خلاصون ومومي.
اوس مهال د پښتون غورځنګ تر کویټې رسیدلي، تمه ده چې دوام ومومي او دا په دې سیمه کې په یوه لوی بدلون بدل شي.
افغان څیړونکي عبدالغفور لیوال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛
https://www.facebook.com/abdulghafoor.liwal/posts/1399175013527544?pnref=story
بل افغان لیکوال خوشحال خلیل هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛
https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=1813666768678062&id=100001042693987
له یوه پښتون سپین ږیري سره د منظور پښتون دا انځور په فیسبوک کې ښکته پورته کیږي، دا انځور څه پيغام لري؟
له دې کلکې او له مینې ډکې غاړې معلومیږي چې دغه سپین ږیري پښتون بابا د خپلو ورکو شویو بچو د پوښتنې او له پنجابي ښکیلاکه د خلاصون هغه څوک وموند چې دوی یې خیال درلود، خپله یې ناشوني بلل، خو اوس یې خدای غاړه ور ډکه او خیال یې په عمل بدل شو.
منظور پښتونه!
باباګان او نیاګانې دې خوشحاله کړل، په مړو کې ساه پیدا شوه، پنجابي زندانونو کې بندیانو د خلاصون څرک ولید او محکومو پښتنو هم درک کړه چې دوی هم سالم انساني حقونه لري، نه ترهګري او د بل او ځان وژنه.