په IPL کې تر ټولو ډېر په صفر سوځېدلي توپوهونکي، چې یوازې ۱ یې بهرنی دی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: مدثردعوت
د هندوستان غوره ليګ په ۱۰ کلن مزل کې ډېر ريکارډونه جوړ شوي اوبيا بيرته مات شويدي.
هر لوبډله او اکثريت لوبغاړي له ځان سره ښه او بد ريکارډونه لري، ځینې نه ماتېدونکي ريکارډونه او ځيني هغه ريکارډونه دي چې د ډېرو ځوانو لوبغاړو لخوا ټينګ شويدي.
کرکټران تل په دې هڅه کې دي چې داسې ريکارډونه جوړ کړي چې دوی پرې ووياړي او د ډېر وخت لپاره پاتي وي، خو کله داسې هم پېښيږي چې يو ډېر بد ريکارډ د يوکرکيټر په نوم د ډېر وخت لپاره پاتې شوی وي.
نو دلته به د هغو ريکارډونو په اړه چې هيڅ يو کرکيټر يې هم نه غواړي، خبر وکړو، هغه د IPL په تاريخ کې ترټولو ډېر په صفر د لوبغاړو سوځېدنه ده او دغه ريکارډ د ډېر وخت لپاره د کومو لوبغاړو په نوم پاتې شوی دی.
پنځه هغه لوبغاړي څوک دي چې ډېر ځلې په صفرسوځېدلي دي؟
۱ـ پراتيو پټېل

د هندوستان په غوره لېګ کي پراتيو پټېل يو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په ډېرو لوبډلو کې لوبېدلی دی. پراتيو پټېل په خپل روان بهير کې د ۶ لوبډلو سره په ښې کارګردګۍ سره لوبه کړې، خو هغه دومره بدبخته دی چې د هغه توپوهنه د نوملړ په سر کې راځي، یعنې په صفر کې د سوځېدلو ريکارډ لري.
پراتيو پټيل ۱۲ ځلې يوازې په صفر سوځېدلی دی.
دغه غوره اوپنر توپوهونکي په خورا ښه ډول خپله وړتيا ثابته کړې او د اوپنر لوبغاړي مسئوليت يې اکثريت وخت ترسره کړی.
پټېل په ۱۱۹ لوبو کې ۲۳۲۲ منډې ترسره کړي دي او په ۲۱.۷۱ اوسط سره يې لوبه کړې.
په IPL کي يې ترټولو ډېرې منډې ۸۱ دي.
۲ـ ګاتم ګمبير

ګاتم ګمبير د نړۍ يو له مشهورو کرکيټرانو څخه دی. هغه په ځانګړي او جذاب انداز سره ښکلې توپوهنه کوي. دی د هندوستان په غوره لېګ کې د ۲ لوبډلو سره لوبېدلی دی.
ګاتم خپل پيل له ډيلي ډاريډېويلز څخه وکړ،خو په کلکته نايټ رايډرز لوبډلې کې يې د خپلې لوبې څخه خورا خوند واخيست. دی تر ۲۰۱۷ز کال پورې د KKR لوبډلې لوبډلمشر وو، چې په ۲۰۱۸ز کال کې به بيرته په خپلې پخوانۍ لوبډلي ډيلي کې د لوبډلمشر په حيث ولوبيږي.
ګاتم هم د پراتيو پټېل په څېر ۱۲ ځلې په صفر منډو سوځېدلی دی.
ګمبير د هر وخت لپاره په IPL کې يو غوره توپوهونکی تېرشوی دی او د همدې لېګ له تکړه لوبغاړو څخه شمېرل کيږي. ده په ۱۴۸ لوبو کې په ۳۱.۵۴ اوسط ۴۱۳۲ منډې ترسره کړي او ترټولو لوړې منډي يې ۹۳ دي.
۳ـ منېش پانډې

منېش پانډې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سره دډېر وخت راهيسې لوبيږي او يو غوره توپوهونکی دی.
د هغو لوبغاړو په نوملړ کې چې په IPL کي ډېر ځلې په صفر منډو سوځېدلي يو هم منېش پانډې دی.
دی د  KKR يو له هغو لوبغاړو څخه وو چې خپله لوبډله يې دوه ځلې تربريا ورسوله، خو دی ۱۱ ځلې په صفر منډو سوځېدلی دی.
منېش پانډې په ۱۰۳ لوبو کې په ۲۸.۳۹ اوسط سره ۲۲۱۵ منډې کړې دي، چې لوړې منډې يې ۱۱۴ ناسوځېدلې دي.
سږکال به دی د سنرايزرز حيدراباد سره لوبیږي.
۴ـ اجينکا رحاني

يوبل هندی غوره لوبغاړی چې تر اوسه پورې د ممبی انډيان، راجيستان رويال او رايزينګ پونه سوپر جيانټ سره لوبېدلی، يو له هغو توپوهونکو څخه دی چې ډېر ځل په صفر سوځېدلی دی.
اجينکا ریحاني د IPL په دوران کې ترټول ډېر ښه وخت د راجيستان رويال سره تېر کړ.
خو دی ۱۰ ځلې په صفر منډو سوځېدلی دی.
رحاني په ۱۱۱ لوبو کي په ۳۳.۵۹ اوسط سره ۳۰۵۷ منډي ترسره کړيدي، چې لوړې منډې يې ۱۰۳ دي.
سږ کال اجينکا ریحاني د رويال چلينجر بينګلور لوبډلې سره لوبيږي.
۵ـ ګلين مکسويل

په صفر کي دسوځېدلو په نوملړ کې يوازي له هند څخه بهر یو لوبغاړی شته چې هغه هم ګلين مکسويل دی.
مکسويل مخکې پنجاب لوبډلې سره لوبېدی او دې لوبډلې ته يې ښې لوبې هم ترسره کړې، خو سږ کال به د ډيلي لپاره خپل بخت ازمويل پيل کړي.
ده په ۵۷ لوبو کي په ۲۵ اوسط ۱۲۲۸ منډي ترسره کړيدي او په IPL کي يې ترټولو ډېرې منډي ۹۵ دي.