ژباړه: حمیدالله حمیدي
د داسې هیله منو ماشومانو روزل، چې نیمې تشې پیالې ته نیمه ډکه و وایي سخت دي؟ که ماشومان هیله من وروزو، را تلونکې به یې روښانه او له سختیو سره د مبارزې وړتیا به ولري.
د هیله منو ماشومانو د روزنې لپاره بېلا بېلې تګلارې شتون لري. داسې ګڼې لارې چارې شته چې په اوږد مهال کې کولی شي ستاسو پر ماشومانو باندې مثبت اغېز وکړي. د بېلګې په توګه ډېر به مو اورېدلي، وي چې هیله من کسان ان تر سل کلنۍ پورې ژوند کولی شي. خو څه ډول کولی شو هیله من کسان وروزو؟
په دې لیکنه کې مو هغه ټوکو ته پام کړی دی، چې کولی شي ماشومان خپله راتلونکي لمري او له خوښیو ډکه تېره کړي:
۱- نالښت او غوسې یوې خواته کړئ
هغه مور په پام کې ونیسئ، چې خپله موټر چلوي او دوه بچیان یې چې یو ۴ کلن او بل ۶ کلن دی، ښوونځي ته بیایي. هغه تل په اندېښنه کوي او له ځان سره ډونګېږي. د بېلګې په توګه وایي، څومره خدای وهلي ډېر موټران دي، لکه چې را باندې ناوخته شوه. او یا وایي، هېڅلکه هم پر وخت نه یو رسېدلي او دې ته ورته نورې منفي خبرې، چې پر ماشومانو یې بد او منفي اغېز کوي، د یوې ښې مور ځانګړنې نه دي.
یو څه مو باید په یاد وي، چې د اولادونو لپاره تل خپل مور او پلار الګو وي او تر هر چار ډېر ارزښت ورکوي. که تاسو د یوه مور یا پلار په توګه له خپل مالي وضعیت او یا په ټوله کې له ورځینو چارو نالښت یعنې شکایت او بدې ورځې وکړئ، ماشوم ناهیلی او داسې لوېږي، چې راتلونکې ته هېڅ هیله من نه وي او نه غواړي د خپل مور او پلار په څېر له ستونزو ډک ژوند ولري.
د دې پر ځای چې تل له هر څه شکایت وکړئ، پر ځای یې هیله من اوسئ. خپلې شاوخوا ته له مثبتو عینکو وګورئ، داسې چې ماشومان خپلې راتلونکې ته وهڅېږي. دغه څه د ماشوم پر روح او روان باندې مثبت اغېز کوي، ذهین کېږي او خپلې ورځنۍ چارې د یوې روښانه راتلونکې لپاره په پوره شوق او ذوق سره تر سره کوي. د بېلګې په توګه د خپلو بریاو خبرې وکړئ، د کاري محیط د ښه والي او له ملګرو سره د ښې رویې په اړه مو داسې خبرې وکړئ، چې ماشومان مو یې واوري او راتلونکې ته هیله من شي.
۲- ماشومانو ته مو مسوولیت ور په غاړه کړئ
له خپلو ماشومان باید دا تمه ولرئ، چې مسوولیت ومني او پر وخت یې تر سره کړي. که ماشومان مو ډېر کوچني هم وي او لا یې د ښوونځي دوره نه وي پیل کړې بیا هم ورته د هغوی د توان او ځواک په اندازه مسوولیت ور وسپارئ او په دې یې مجبور کړئ، چې پر خپل وخت یې تر سره کړي، تر څو مسوولیت منونکي وروزل شي. د بېلګې په توګه مخکې له دې چې خپل ماشومان وړکتون ته واستوئ په کور کې ورته د کوټې، تلویزیون او نورو شیانو پاکول وسپارئ او پر کولو یې مجبور کړئ. دغه څه د دې لامل کېږي، چې په راتلونکې کې د لویو کارونو کولو جوګه شي او په پوره دقت او مسوولیت یې تر سره کړي.
خو دې ته مو باید پام وي، هر کار چې تاسو خپل ماشوم ته ور سپارئ، باید د هغوی له عمر سره همغږي ولري، د بېلګې په توګه دوه کلن ماشوم کولی شي یوازې خپل د لوبو وسایل له لوبو کولو وروسته ځای ته ورسوي. درې کلن ماشوم کولی شي، یوازې خپل خیرن کالي د کالیو تر جالۍ ورسوي. څلور کلن ماشوم کولی شي د خپلو خوړو لوښی د لوښو تر ځای پورې ورسوي او دې ته ورته نور کارونه.
۳- ځینې پېښدونکې پیښې ورته په ګوته کړئ
موږ تل په دې لټه کې یوو چې خپل ماشومان له هر ډول روحي او جسمي خطر څخه لرې وساتو. خو که همداسې وکړو، ماشومان به مو له باور کولو پرته او ډارن لوی شوي وي. هڅه وکړئ په ډېرې ارامۍ سره ورته د ځینو پېښو په اړه ووایئ، چې کیدای شي په راتلونکې کې ور سره مخ شي.
۴- پر حقایقو ورته سترګې مه پټوئ
دا سمه ده چې خپلو ماشومانو ته روحیه ورکول د هغوی له هیله مندۍ سره مرسته کوي، خو داسې نه چې تاسو ټول تور ورته سپین کړئ، ورو ورو باید دغه څه په واقعیت بدل شي. د بېلګې په توګه کله چې بل ښار ته کډه وړئ، اولادونه مو نوي ماشومان ویني او د روغبړ لېوالتیا یې ور سره نه وي. لازمه نه ده چې ورته و وایئ، تاسو ته به نور ښه ملګري پیدا کړو. دا ورته واضح کړئ، چې له دې وروسته به مو همدا ملګري وي، باید ور سره جوړ جاړی وکړئ.
په ټوله کې ویلی شو، چې مور او پلار د ماشوم د ښې راتلونکې لپاره ګڼ مسوولیتونه لري، چې باید په سم ډول یې تر سره کړئ. سمه ده چې مور او پلار به یې له سختو شېبو را تېر شوي وي او یا به اوس هم له سختۍ سره مخ وي، خو ماشوم یې باید د راتلونکې په اړه ناهیلی نه کړي. باید داسې یې وروزي، چې وکولی شي، د خپلو هېلو سربېره د مور او پلار نا سپړلې هیلې هم وسپړي او هغه څه ته یې ورسوي، چې یو وخت یې د مور او پلار ارمان و.