په کندهار کي سرحدي ځواکونو یوځل بیا د اغزن تار مخه نېولې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبریال: فضل الله فضلي
نن له غرمې مخکي د کندهار د سپین بولدک او چمن ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه پاکستاني ملېشو غوښتل چي په کښل سوي خندق کي اغزن تار وغځوي، خو د سرحدي ځواکونو د چټک ځواب سره مخ سوي دي.
پاکستان ملېشو اغزن تار د سپین بولدک ولسوالۍ په زاړه کلي کي تېروئ، چي د ځواکونو په ور رسېدو سره سم پر شا سوي دي.
93169861 894605437643784 498413233665736704 n.jpg? nc cat=109& nc sid=8bfeb9& nc ohc=n5zAJ7PKPxkAX WVXZ4& nc ht=scontent sin6 2 په کندهار کي سرحدي ځواکونو یوځل بیا د اغزن تار مخه نېولې
سرچېنې وايي چي ځواکونه په لومړۍ درجه تیار سی حالت کي دي او د ډز آمر ورته سوئ دئ.
پاکستاني ځواکونو افغان لوري ته د خبرو وړاندیز کړی، خو په جواب کي ورته ویل سوي، که کرښي ته نږدې سوه، برید به پر وسي.
سیمي ته مرستندویه ځواکونه هم رسېدلي دي.
د کندهار د پخواني امنیه قومندان سترجنرال عبدالرازق خان اڅګزي تر وژل کېدو وروسته دا لومړی ځل دئ، چي پاکستاني ځواکونه پر ډیورنډ کرښه اغزن تار غځوي.
19437445 752167958302959 1926288710262710449 n په کندهار کي سرحدي ځواکونو یوځل بیا د اغزن تار مخه نېولې
پاکستان د اغزن تار د غځولو لپاره لوی خندق جوړ کړئ دئ، چي د تار د غځولو سره سم د کندهار د پخواني امنیه قومندان له کلکو غبرګونونو سره مخ سوی وو.
باید وویل سي، چي پاکستان د افغانستان په یو شمېر ختيځو ولایتونو کي د تار په غځولو سره بریالي سوي دي.