په کندهار کي د پستې پراخه وده او د چرګانو د غوښو نه کمښت

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبریال: فضل الله فضلي
د کندهار د کرهڼي ریاست معلومات خپاره کړي، چي پدې ولایت کي پستې خورا وده کړې ده او همدارنګه د چرګ په غوښو کي کندهار په ځان بسیا دئ.
د کندهار ولایت د کرهڼي ریاست د معلوماتو له مخي چي پدې ولایت کي د پستې کرلو زیاته وده کړې او باغونه یې له ۳۰۰۰ زرو جریبه څخه پر ډېره مځکه کي جوړ سوي دي.
پسته په دې ولایت کي نوی بوټی دئ او ددې ولایت د اقلیمي شرایطو سره پوره توافق لري.
یاد ریاست وايي چي د روان عیسوي کال د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې په مټ یې پر ۱۲۰۰ جریبه مځکه د نورو باغونو د جوړېدو کار پیل کړئ دئ.
94252704 1631425100339376 2316987440029499392 n په کندهار کي د پستې پراخه وده او د چرګانو د غوښو نه کمښت
دوی زیاتوي، چي ددې لپاره یې ۲۲۰ تنو کروندګرو ته ۴۸۰ کېلو د پستې تخم ورکړئ دئ.
همدارنګه د کرهني ریاست وايي چي د چرګانو روزني سکتور ډېره ښه وده کړې او اوس مهال په کندهار کي ۱۱۲۰ لوی او کوچني د چرګ د غوښو او ۱۳ د هګیو فارمونه شتون لري.
د ریاست د معلوماتو له مخي، چي اوس مهال د چرګانو ۷۰۰ فارمونه فعاله دي او د ورځي په اوسط ډول تر ۴۰،۰۰۰ کېلو ګرامه غوښه او شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰ هګۍ تولیدوي.
93687124 1628452207303332 4931849132827475968 o په کندهار کي د پستې پراخه وده او د چرګانو د غوښو نه کمښت
کندهار اوس مهال ۳۰۰،۰۰۰ هګيو ته ضرورت لري، خو عرضه یې ۶۰٪ کمه ده.
د چرګ په غوښو بیا کندهار په ځان بسیا دئ، خو د چرګانو د سکتور لویه ستونزه د مورني نسل د چرګانو کمښت یادیږي.