په واشنګټن کې یوه مسافروړنکې الوتکه له پوځي هلېکوپټر سره ټکر شوې

د امریکن ایرلاینز یوه الوتکه د واشنګټن په هوا کې له یوې پوځي هلیکوپټر سره ټکر شوې ده.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې (FAA) وايي، پېښه د شپې ۹ بجې هغه مهال وشوه، چې الوتکه د ریګان ملي هوایي ډګر ته نږدې وه.

امریکن ایرلاینز ویلي، الوتکه له ویچیتا، واشنګټن ته روان وه او ۶۰ مسافر او ۴ عمله یې لرله.

دغې شرکت ویلي، ” د مسافرو او عملې امنیت مهم دی، موږ له چارواکو سره په تماس کې یو او د ژغورنې هڅو ته دوام ورکوو.”

چارواکي وايي، الوتکه د پوتومک سیند ته لوېدلې او د ژغورنې عملیات روان دي.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي اداره وايي، الوتکه له سیکورسکي اچ۶۰ بلک هاوک هلیکوپټر سره ټکر شوې ده.

د سي بي اس ټلویزیونې شبکې د راپور له مخې، په هلیکوپټر کې ۳ پوځیان سپاره وو.

 چارواکي وايي، د دوی روغتیایي وضعیت لا روښانه نه دی.