په هیواد کي د کرونا ویروس ۱۰ نوي مثبتي پيښي ثبت سوې!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د عامي روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز خبریالانو ته وویل ، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي په افغانستان کي د کرونا ویروس ۱۰ مثبتي پيښي ثبت سوې، چي په دې سره د مثبتو پيښو شمېر په افغانستان کي ۳۴ ته ورسېد.
د فېروز په خبره ۱۰ تازه ثبت سوي پيښي ۲ په کابل، ۳ په هرات، ۲ په زابل، خو په غزني، کندهار او بلخ ولایتونو کي بیا یوه ـ یوه مثبته پيښه ثبت سوې.

د ښاغلي فېروز په خبره، چي په کابل کي په کرونا ویروس اخته سوي کسان دواړه د بهرنیو هیوادونو ډیپلوماټان دي.
د عامي روغتیا وزیر وویل، چي باید هرات ولایت قرنطین سي، تر څو د دې ویروس مخنیوی په سم ډول وسي.
هغه د دې ترڅنګ دا هم وویل، چي په هرات ولایت کي به د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره د روغتونونو ظرفیت ۱۰۰۰ بسترونو ته لوړ کړي.
کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور سوی، چي تر دې دمه په لکهاو کسان په اخته سوي او په زرهاوو کسان ئې بیا وژلي.
دې ویروس تر ټولو ډېر ځاني زیان په ایران، ایټالیا او چین کي اړولی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.