د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس نوې څپې د چټکې پراختیا په حال کې دي چې له امله یې مړینه هم ډېره شوې ده.
دغه پوهنتون ویلي چې د کرونا وبا له امله د مړو شوو شمېر تر درې میلیونه اوښتی دی.
بلخوا هند بیا دمګړی د هغو هېوادونو په سر کې دی چې کرونا وبا پکې په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده.
د هندوستان د روغتیا وزارت وايي، هېواد یې د کرونا وبا له چټکې خپرېدونکې څپې سره مخ دی، چې په یوه ورځ کې د دغه ویروس ۲ لکه ۳۴ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دوی په خبره، چې په هندوستان کې د تېرې جمعې د خطرناک شمېر په ګډون د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې تر ۱۴ میلیونو او ۵ لکو اوښتې دي.
د هندوستان روغتیایي چارواکي وایي، چې دا د کرونا ویروس یوه بله بڼه ده چې یوه ځانګړتیا یې چټک خپرېدل دي او د دوی په خبره، چې هندوستان په یوه ورځ د دومره زیاتو مثبتو پېښو د ثبت له امله تر امریکا وروسته دویم هېواد وبلل شو.
دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې شاوخوا ۳۲ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې دا په نړۍ کې د کرونا ځپلو تر ټولو لوړ شمېر بلل شوی دی.