ليکنه: مدثر دعوت
د اسټراليا غوره توپوهونکی ډېويډ وارنر د نړۍ په هر ګوټ کې ډېر زيات مينوال لري.
وارنر په خورا جرأت سره لوبه ترسره کوي، خو اوس د اسټراليا د کرکټ بورډ له لورې ورته د يو کال بنديز اعلان شوی او د ۱۲ مياشتو لپاره د هر ډول نړيوال کرکټ څخه منع کړل شوی دی.
ډيويډ وارنر په خپل مسلک کې ډېرې لوړې ژورې لري، په خپل ځانګړي انداز سره يې ډېر ژر پرمختګ وکړ او د خپل هيواد لپاره يې د ښې لوبډلمشرۍ ترڅنګ د پياوړي توپوهونکي په حيث هم ځان ثابت کړی دی.
وارنر د نړيوال کرکټ سفر په ۲۰۰۹ز کال کې پيل کړ.
راشئ تر دې مهاله يې په لنډ ډول دده د مسلک په مهمو برخو ځان خبر کړو:
۱ـ تر نړيوال کرکټ وروسته فرسټ کلاس لوبې
ډيويډ ورانر چې کله په ۲۰۰۹ز کال کې لوبغالي ته کښته کيږي، په خورا تجربه کاره ډول لوبه ترسره کوي، د شپږيزو او څلوريزو باران جوړوي، په داسې حال کې چې وارنر دې ورځې ته د ډېر وخت راهيسې په تمه وو.
وارنر په خپله لومړنۍ شل اوريزه لوبه کې د سويلي افريقا په وړاندې په ۶۴ توپونو ۸۹ منډې ترسره کړي.
ددې لوبي جالب والی دا وو چې وارنر تر خپل نړيوال کرکټ ۲ مياشتې وروسته فرسټ کلاس لوبې پيل کړې.
۲ـ د مسلمانانو په دفاع کې د جوی روټ سره جګړه
په ۲۰۱۳ز کال چمپينز ټراپي کې چې کله د انګليستان او اسټراليا ترمنځ لومړنۍ لوبه ترسره کېدل ډېويډ وارنر په دې خاطر د لوبو څخه منع کړای شو، چې مسلمانانو ته د سپکاوي او توهين له امله يې د جوی روټ سره په لوبغالي کې جګړه وکړ.
ویډیو؛
تر دغه کال وروسته ډېويډ وارنر د اشيش لوبو په لومړيو درو ټيسټ لوبو کې ګډون ونه کړ.
۳ـ په سلمه يو ورځنۍ لوبه کې سليزه
ډيويډ وارنر لومړنی اسټرالياوی او اتم نړيوال کرکټر دی چې په خپل سلمه يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ترسره کړېده.
وارنر په ۲۰۱۷ز کال سپټمبر مياشت کې د هندوستان په وړاندې په ۱۱۹ توپونو ۱۲۴ منډې ترسره کړې.
۴ـ د نړيوال جام ګټونکی
ډيويډ وارنر په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کې د خپل ملت خوب يو ځل بيا رښتيا کړ.
لوبډلمشر مايکل کلارک تر دې نړيوال جام وروسته خپل نړيوال کرکټ ته په خوشحالۍ سره الوداع وويل.
وارنر په دې ټورنميټ کې د اسټراليا لپاره په ۸ لوبو کې د ۳۴۵ منډو سره تر ټولو ډېرو منډو جوړونکی توپوهونکی وو.
۵ـ لومړنۍ ډبله سليزه
ډيويډ وارنر په ۲۰۱۵ز کال کې په پیرت لوبغالي کې د نيوزلينډ په خلاف ۲۵۳ منډې ترسره کړې.
دا په ټيسټ کرکټ کې د وارنر يوازنۍ او لومړنۍ ډبله سليزه وه.
۶ـ د اشيش سياليو ګټونکی
اسټراليانو دغه هيله درلوده، ترڅو اشيش لوبي وګټي، ډېويډ وارنر يې دغه ارمان د دويم ځل لپاره ورپوره کړ.
په لومړځل ډيويډ وارنر په ۲۰۱۳-۱۴ز کال کې د اشيش سياليو په ګټلو سره تر ټولو ډېرو منډو ترسره کوونکی وو.
په ۲۰۱۷-۱۸ز کال کې وارنر د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې مرستيال لوبډلمشر وو، ده يو ځل بيا هم په دغه سريز کې تر ټولو ډېرې منډې ترسره کړې او د لوبو لړۍ يې د اسټراليا په نوم کړل.
۷ـ په يو ورځنيو لوبو کې د کال غوره لوبغاړی
په ۲۰۱۶ز کال کې ډېويډ وارنر د خپلې پياوړي او نه ستړي کېدونکي توپوهنې په خاطر د کرکټ د نړيوالې شورا له لورې د کال غوره کرکټر ونومول شو.
وارنر په ۲۰۱۶ز کال کې په ۲۳ لوبو کې په ۶۳.۰۹ اوسط او ۱۰۵.۴۷ سټرايک رېټ سره ۱۳۸۸منډې ترسره کړې.
همدارنګه په ۲۰۱۶ز او ۲۰۱۷ز کلونو کې ډېويډ وارنر د الان بارډر په نوم جايزې هم وګټلې.
۸ـ د شل اووريزو لوبو لوبډلمشري
وروسته له هغې چې سټيوسميت د استراحت په موخه نه لوبېد، ډېويډ وارنر په ۲۰۱۶ز کال کې د سریلانکا په وړاندې د لوبو په لړۍ کې لوبډلمشر وټاکل شو.
ده په نهو لوبو کي يوه لوبه وبايلل او نورې يې وګټلې.
تر اوسه پورې د ډېويډ وارنر په لوبډلمشرۍ کې اسټراليا کوم سيريز نه دی بايللی.
۹ـ د يو کال لپاره بنديز
کله کله يو انسان نه پوهېږي چي کوچنۍ غلطۍ هم ددوی د ژوند اړخ وربدلوي او يو داسې لور ته يې بيايي چې دی يې فکر لانشي کولی.
د پرمختګ څخه پاتې کيدل، د مسلک بې مزې کېدل او ان د خلکو په مينځ کې يې د محبوبيت کمېدل يې مهم مثالونه دي.
وارنر يو له هغو کسانو څخه دی چې يوې غلطۍ يې ژوند بدل کړ او د مسلک په ډګر کې يې يوه لويه ضربه وليده.
وارنر د اسټراليا کرکيټ ملي لوبډلې مرستيال لوبډلمشر وو، دی د لوبډلمشر سټيوسميت سره يوځای پدې جرم چې د توپ د توږلو او زوړ والي لپاره يې د رېګمال څخه استفاده کړې وه د يو کال لپاره د لوبډلې څخه وشړل شو.
ویډیو؛
د دوی ترڅنګ د ۲۰۱۳ز کال راهيسې داسټراليا کرکټ لوبډلې روزونکې ليهمن، هم د خپلې دندې څخه د استعفا وکړه.
اسټراليا اوس د خپل کرکټ په تاريخ کې په ترټولو بد حالت کې ده ځکه وارنر او سميټ يې هغه لوبغاړي ول چې په پوره مانا حساب پرې کېده او ښه لوبه يې ترسره کوله.