په ليکلي پيغامونو کې له دغو ۸ شيانو ځان وساتئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: حامد مشواڼی
آيا تاسې ته تر اوسه داسې کوم پيغام راغلی دی چې تاسې يې خفه کړي، غوسه کړ او يا يې هم پرېشانه کړي يۍ؟
ليکلي پيغامونه ډيری وخت د اړيکو د خرابېدو سبب ګرځي. په ليکلي ډول پيغام کې له هغو کارونو ځان وساتئ چې ستاسې اړيکې زيانمنوي. د دې لپاره چې د ليکلي پيغام له وجې مو اړيکې زيانمنې نه شي بايد د ليکلي پيغام د لېږلو پر وخت د لاندې شيانو څخه ډډه وکړو:
۱.شکايت
که غواړئ اړيکې/کارونه مو سم کړئ، مخامخ وګورئ، خپلې غلطۍ ومنئ او په آينده کې له دا ډول کارونو څخه د ځان ژغورلو لپاره پلان جوړ کړئ. ليکلي پيغامونه د دې لپاره نه دي ايجاد شوي چې تاسې پرې يو بل ته شکايت وکړئ. ليکلي پيغامونه د لنډو محاورو لپاره اسانه لاره ده، نه د شکايتونو او اوږدو بحثونو لپاره، نو له همدې وجې په ليکلي پيغامونو کې له شکايت کولو ځان وساتئ.
۲.سپکاوی
په ليکلي پيغامونو کې شکايتونه او سپکاوی د مخامخ خبرو په پرتله ډېر بد تاثير لري او ستاسې د اړيکو د زيانمنېدو سبب ګرځي ځکه ستاسې پيغام شايد د مطلوب شخص څخه پرته نور کسان وګوري. کوښښ وکړئ د پيغام ليکلو پرمهال احساساتي ونه اوسئ او داسې څه ونه ليکئ چې وروسته پرې پښېمانه شئ. په عمومي ډول بايد په ليکلي پيغامونو کې له دا ډول منفي ليکلو څخه مخنيوی وشي.
۳.معذرت او توضيحات
“زه ډېر نارامه وم، فکر مې هم ګډوډ وو، ما فکر وکړ چې تاسې به په وختي ټکټ اخېستو خوښ شوي ياست!” په ليکلي پيغامونو کې دا ډول توضيحات پېچلي برېښي. د دې پر ځای چې دومره توضيحات ورکړئ، لنډ وليکئ :”زه بخښنه غواړم، نن شپه درسره ګورم.” بيا هلته په ټولو موضوعاتو تفصيلي بحث وکړئ.
۴.د مړينې خبر
د مرګ خبر اورېدل په هېڅ حالت کې ښه نه لګي، خو په ليکلي پيغام کې بيا ځکه ډېر تاثير کوي چې تاسې نه پوهېږئ ستاسې ملګری د پيغام لوستلو پر مهال په کوم وضعيت کې دی. لومړی بايد په وضعيت ځان پوه کړئ او بيا په ډېر حکمت سره د يو چا د مړينې خبر ورکړئ چې په احساساتو يې بده اغېزه ونه کړي.
۵. لوی موضوعات
“چاپېريال ساتنه زمونږ په هېواد کې لويه ستونزه ده”. “پارلماني ټاکنو ته هم کم وخت پاتې دی”. د ليکلي پيغام اسانتيا د دې لپاره نه ده رامنځته شوې چې تاسې پرې دا ډول بحثونه وکړئ. د دې ډول بحثونو لپاره سره مخامخ کېنئ او په دې موضوعاتو تفصيلي وغږېږئ.
۶. شخصي معلومات
د بانک د کريديت کارت شمېره، پاسورډونه، شخصي انځورونه- او ټول هغه شيان چې ته نه غواړې په خواله رسنيو کې خپاره شي. هيکران هر ځای کې شته دي او کولای شي ستا له خبرېدلو او اجازې پرته ستاسې شخصي معلومات تر لاسه کړي. په ليکلي پيغام کې هېچا ته هم شخصي معلومات مه لېږئ اګر که ستاسې ډېر نزدې ملګری هم وي ځکه ستاسې د ملګري موبايل شايد بل څوک راواخلي، ستاسې شخصي معلومات وګوري او ستاسې په خلاف ترې ګټه واخلي.
۷. رازونه
په ليکلي پيغامونو کې هېڅکله خپل ملګري ته رازونه مه وايئ. تاسې څه خبر يئ ستاسې د ملګري موبايل څوک څوک را اخلي او استعمالوي يې. کېدای شي ستاسې د ملګري موبايل له هغه څخه پرته نور کسان راواخلي او ستاسې له رازونو خبر شي. نو له همدې وجې احتياط کوئ!
۸.اوازې خپرول
په ليکلي پيغامونو کې هېڅکله داسې خبر مه لېږئ چې تاسې پرې ډاډه نه يۍ. ستاسې پيغام شايد سکرين شاټ شي او ډېرو کسانو ته ولېږل شي او د خبر د ناسموالي په صورت کې ستاسې شخصيت تر پوښتنې لاندې راشي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.