په افغان لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو ونډه مخ پر زیاتېدلو ده

رنګین تجريدي ډیزاین

کرکټ بورډ په خپله رسمي وېب پاڼه لیکلي، چې تر بل هر وخت ځوانو کرکټ لوبغاړو ته په لوبډلو کې ونډه ورکول زیات شوي دي.
کرکټ بورډ لیکلي چې د نړۍ تر نورو لوبډلو په افغان لوبډله کې د تنکیو ځوانانو لوبغاړو جذب زیات شوی دی.
نوموړي بورډ د استدلال په ډول د قېس احمد، ابراهیم ځدران، مجیب الرحمن، راشدخان، رحمان الله ګربز او ځېنو نورو لوبغاړو نومونه رااخیستي دي.
د مسئولینو په خبره افغانستان کې د لوبډلو لپاره د لوبغاړو غوراوی یوه ګرمه موضوع ده، چې ډېری وختونه پرې مینوال منفي او مثبتې تبصرې کوي.
درنو لوستونکو! افغان کرکـټ بورډ خو خبره کړې ده، چې ځوانو لوبغاړو ته د نورو لوبډلو په پرتله افغان لوبډله کې ځای زیات شوی دی.
ایا تاسو د کرکټ بورډ دې خبرې سره موافق یاست؟
راځئ موږ به هم د لوبډلې د غوراوي برخې ته لږ نظر واچوو، چې ایا کرکټ بورډ رښتینی دی؟
تازه د فبروري میاشت په لومړیو کې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د ایرلېنډ خلاف درې شل اوریزو لوبو ته دا لوبډله اعلان کړه.
اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب الله ځدران، ګلبدین نایب، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، راشدخان، سمیع الله شینواری، عثمان غني، شاپور ځدران، قېس احمد، نوین الحق او عضمت الله عمرزی.
دې لوبغاړو کې یواځې پنځه نوي لوبغاړي دي، چې ځوانان دي او پاتې لس یې پخواني لوبغاړي دي.
عمرزی د لومړي ځل لپاره لوبډله کې راخېستل شوی دی؛ دروېش رسولي نشته، نوین الحق شته؛ خو وفادار مومند نشته، شاپور ځدران شته؛ خو بل فسټ بالر نشته.
الراونډرانو کې ګلبدین نایب او کریم جنت شته، خو ابراهیم ځدران نشته.
د هېټرانو په برخه کې نجیب الله ځدران ته ځای ورکړل شوی، خو د نولس کلنو له لوبډلې څخه اوور اېج شوی لوبغاړی دروېش رسولي هم لوبډله کې ښه هېټر و؛ خو ځېنو لوبو کې چانس ډېر ورکول کېږي.
افغانستان کې د ځوانو لوبغاړو شتون
ظاهرخان پکتین، رحمان الله ګربز، مجیب الرحمن، قېس احمد، ابراهیم ځدران، نوین الحق، شفیق الله غفاري، نور احمد، فرحان ذاخېل، وقار سلام خېل، وفادار مومند او نور لوبغاړي شته.
خو هغو لوبو کې باید د ازمایښت موقع ورکړل شي، چې بایلل په افغان لوبډله منفي تاثیرات نه پرېباسي.
د افغانستان سوداګریزو لوبو، ولایتي لوبو، فرسټ کلاس، لېسټ ای او ګرېډ ون لوبو کې باید چانس ورکړل شي؛ ترڅو دغه لوبغاړي ثابته کړي، چې رښتیا هم کرکټ کولای شي.
د نولس کلنو نړیوال جام کې ځېنې افغان لوبغاړي ښه وځلېدل، له دوی څخه په الهام باید لوبډله کې ځای ورکړل شي، ترڅو د ایرلېنډ او نورو نسبتا کمزورو لوبډلو خلاف لوبه وکړي.
افغان ځوان لوبغاړي تر پخوانیو هغو ډېره مسلکي وړتیا لري؛ خو د تجربې برخه کې یو ښه روزونکي او کنټرولوونکي ته ا ړتیا لري.
کله چې د دوی دغه مسلکي وړتیا پرځای او سمه وکارول شي؛ بیا یې پایله هم مثبته وي.
پخواني لوبغاړي باید ځوانو لوبغاړو ته په تدریجي ډول ځایونه پرېږدي؛ ترڅو راتلونکي کې ځوان لوبغاړي د لوبډلې او هېواد مسئولانه ذمه واري واخلي.