د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي له پنځه کلونو کم عمره خوارځواکه ماشومانو شمېر به په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۳ عشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي.
اوچا پرون سې شنبه د جنورۍ ۲۸ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، له تېرو پنځه کلونو په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر درې میلیونه وو.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د نړیوالو بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې مرسته کوونکي هیوادونه باید په دې ناروغۍ اخته شوې میندې او ماشومان هیر نه کړي.
اوچا ویلي دا شان مرستې کولای شي د کورنیو لپاره ورځنی روغتیايی رېژیم او د اړتیا وړ ورځینيو خوړو له تضمین سره مرسته وکړي.
د یادونې ده چې مخکې د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون هم په افغانستان د خوارځواکه ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د دې فدراسیون د اسیا او پاسیفیک د څانګې سیمه ایز مشر الکساندر ماتیو د حنوري په ۲۵ مه په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو، تېره اونۍ یې افغانستان ته سفر کړی و، او ویې لیدل چې ماشومان په ډېره سخته خوارځواکي اخته دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د روغتیايي برخې د څیړنو له مخې خوارځواکي په نړۍ کې تر ټولو زیات پر ماشومانو اغیز کوي او ان د دوی د مړیني لامل کیدای شي.
روغتیا پالان ټینګار کوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په خاطر باید میندې تر دوو کلونو پورې ماشومانو ته خپلې شیدي ورکړي، له شپږو میاشتو وروسته دې د شیدو تر څنګ د اضافي خوړو ورکول پیل کړي او د خواړو تنوع هم باید په نظر کې ونیسي او کوم خواړه چې ماشوم ته ورکوي باید د پروتین، قند، شحمیاتو، ویټامین او مینرالونو درلودونکي وي، هغه چې ډیری افغان کورنۍ وايي وس یې نه لري.