په ارمنستان کې مشهور سوداګریز مرکزونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: حمیدالله حمیدي
ډېری هغه کسان چې د پیسو غم دومره ور سره نه وي، د سفر لپاره ارمنستان ټاکي. ځکه له یوې خواد دا د سیل او چکر لپاره ښکلی ځای او له بلې خوا ډېر په زړه پورې لوی، مشهور او مډرن سوداګریز مرکزونه لري. په دې سوداګریزو مرکزونو کې نه یوازې دا چې هر ډول توکي پیدا کېدای شي، بلکې یوازې له لیدو یې هم انسان خوند اخیستی شي، ځکه ډېر ښایسته جوړ شوي دي. همدا لامل دی چې ارمنستان ته د د ماډلانو هېواد هم وایي. بله دا چې ارمنستان د بېلا بېلو ډولونو چاکلېټو تولیدونکی هېواد دی.
په دې لیکنه کې مو درته د ارمنستان مشهور سوداګریز مرکزونه در پېژندلي دي:
۱- د دالما ګارډن سوداګریز مرکز

د دالما ګارډن سوداګریز مرکز

هغه سوداګریز مرکز چې ددې لیکنې په لومړي سر کې ور باندې بحث کوو د دالما ګارډن سوداګریز مرکز دی. دا په ایروان کې لومړنی سوداګریز مرکز دی چې په ۲۰۱۲ کال کې د تاشیر په نوم د یوې شرکت یا ډلې لخوا تاسیس شو او ډېر ژر د خلکو له داوده هرکلي سره مخ شو.
دا په ارمنستان کې لومړنی لوی سوداګریز مرکز دی چې په لږ تر لږه ۵۰ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی. دغه مرکز په خپل چوکاټ کې مغازې، رسټورانټونه او تفریحي ځایونه لري، چې د تفریحي ځایونو په درلودلو سره بیا په ارمنستان کې دویم ځای لري. د دالما سوداګریز مرکز ۱۱۶ مغازې چې بېلا بېل برنډونه په کې پلورل کېږي، ۱۸ رسټورانټونه، ۶ دانې د سینما سالونونه او دغه راز د طلا او جواهراتو ګڼې نورې مغازې لري.
۲- ایروان مال سوداګریز مرکز
ایروان مال سوداګریز مرکز

په ارمنستان کې تر دالما ګارډن سوداګریز مرکز وروسته بل لوی سوداګریز مرکز ایروان مال دی چې د ۲۰۱۴ کال د فېبرورۍ په ۲۱ پرانیستل شو. په ارمنستان کې دغه دویم لوی سوداګریز مرکز د اروپا په کچه په معیارونو برابر دی چې پر بېلا بېلو مغازو سر بېره پکې رسټورانټونه او تفریحي ځایونه شتون لري. دغه سوداګریز مرکز ځکه ډېر مشهور دی چې د نړۍ هر ډول برنډ په کې پیدا کېږي.
۳- د ریو سوداګریز مرکز
د ریو سوداګریز مرکز

د ریو سوداګریز مرکز په ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱۳مه نېټه د ارمنستان په پلازمېنه کې پرانیستل شو. دغه سوادګریز مرکز په اصل کې د یوه روسي سوداګر ساموئل کاراپتیان پورې اړوندېږي. ددې سوداګریز مرکز ښېګڼه په دې که ده چې د مرکز د ننه ګڼ بانکونه، صرافۍ او د موټرونو پارکېنګونه لري. د ماشومانو لپاره د لوبو ځای، سینما او تیاتر برخه هم لري. تاسو کولی شئ په دې سوداګریزو مرکزونو کې د خپلې خوښې هر ډول توکي په ډېره مناسبه بیه لاسته راوړئ.
۴- د روسیا سوداګریز مرکز
د روسیا سوداګریز مرکز

د روسیا مال په ۲۰۱۶ کال کې د مارچ په پنځمه نېټه پرانیستل شوی دی. دغه سوداګریز مرکز د ارمنستان د تیګران متز په جاده کې موقعیت لري، چې د ارمنستان دریم لوی سوداګریز مرکز بلل کېږي. دغه لوی سوداګریز مرکز په یوه ارمني سوداګریز سیل کانسرن پورې اړوندېږي. دا سوداګریز مرکز، نه یوازې په خپل چوکاټ کې د طلا او جواهراتو لویې لویې مغازې لري، بلکې تفریحي ځایونه او ګڼ رسټورانونه هم په کې موجود دي.
۵- د تاشیر مال سوداګریز مرکز
د تاشیر مال سوداګریز مرکز

د تاشیر مال سوداګریز مرکز هم د ۲۰۰۴ کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه پرانیستل شوی دی چې په هماغه لومړي سر کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو او تر منځ یې ډېر مشهور شو. په دې لوی سوداګریز مرکز کې هم ستاسو د خوښې هر ډول مشهور برنډ په اسانۍ سره پیدا کېدای شي.
ددې سوداګریز مرکز درې پوړه یوازې د اغوستونکو توکو لپاره ځانګړی شوی دی. د طلا او جواهراتو لپاره ځانګړې لویې مغازې لري.
د تاشیر سوداګریز مرکز په لوړو پوړونو کې بانکونو، صرافۍ، رسټورانټونه او نور د اړتیا وړ ځایونو ته ځای ورکړل شوی دی. د پورته ختو اندېښنه در سره پیدا نه شي، یوازې د یوې بټې په کېکاږلو سره د خپلې خوښې پوړ ته پورته او ښکته کېدلی شئ.