پنځه داسې نړیوال فلمونه چې کاڼې زړونه هم له عاطفې ډکولی شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ارواح پوهان باور لري، چې نارینه د خپلو اوښکو او جذباتو په پټولو کې تکړه دي، خو مېرمنې بیا ژر احساساتي کیږي او اوښکې یې هم له سترګو ژر بهیږي.
خو په ژوند کې ځينې پېښې، ځينې کیسې، داستانو او ځينې فلمونه داسې وي چې په لیدو يې د سخت نه د سخت زړه لرونکې هم اوښکو تویولو ته اړ باسي.
په دې لیکنه کې درته د پنځو هغو فلمونو په اړه وایو، چې لیدل یې ستاسو احساسات پاروي او ان اوښکو تویولو ته مو اړ باسي.
دا چې زموږ دا ادعا به تر کومه حده سمه وي، د لیکنې له لوستلو وروسته که مو وکړای شول، یاد شوي فلمونه درسره وګورئ!
57f150a9e9f88 پنځه داسې نړیوال فلمونه چې کاڼې زړونه هم له عاطفې ډکولی شي
1. ناممکن (Impossible )
دا فلم په 2004 کال د راغلي ویجاړونکي سونامي کیسه کوي. په فلم کې یو میړه، مېرمن سره د درې کوچنیانو سره د کرسمیس میلې ته تللي وي، خو د سونامي په توپان کې دا کورنۍ له یوه بل ورکیږي.
په دې سخت او دردونکې حالت کې سره دا کورنۍ پر یوه او بله خوا کیږي، خو د ژوندي پاتې کیدو له پاره هڅې کوي.
په فلم کې ددې کورنۍ د بیلتون او تر بېرته یو ځای کیدو پورې هغه ستونزې چې دوی يې ګالي، لیدل يې ستا له سترګو اوښکي بهوي.
5672fb8b0383a پنځه داسې نړیوال فلمونه چې کاڼې زړونه هم له عاطفې ډکولی شي
2. یو د لیونیو له پنجرې وتښتید( One Flew Over the Cuckoo’s Nest)
دا فلم د رواني یا روحي ناروغانو د یو مرکز کیسه کوي، چې هلته د نرسانو یو مشره بیستر ناروغانو سره څنګه سلوک کوي.
خو یو یاغي ناروغ چې په همدې مرکز کې تر درملنې لاندې وي، په خپلو ملګرو ددې نرسې د روان ظلم او زور زیاتي پر وړاندې ودریږي.
په دې فلم کې انساني احساسات په داسې ډول وړاندې شوي، چې د لیدو پر وخت به ورته ختمن تاسو اوښکې تويې کړئ.
56bb7beecc6d6 پنځه داسې نړیوال فلمونه چې کاڼې زړونه هم له عاطفې ډکولی شي
3. د خوښۍ په لټه (The Pursuit of Happyness )
دا فلم پر یوې ریښتونې کیسه جوړ شوی او د یو داسې کس د ژوند کیسه کوي، چې د هډوکو پر یو سیکنر ماشین باندې پانګونه کوي. خو تاوان کوي او دومره يې اقتصادي وضعیت خرابیږي، چې مېرمن يې پرېږدي او ځي ترینه.
کور، موټر، بانکي حساب هر څه له لاسه ورکوي، چې له امله یې د یو کوچني زوی سره پر کلو او کوڅو سر کیږي.
دا پلار او زوی ډېرې بدې او سختې ورځې تجربه کوي، خو همت او حوصله نه بایلي، هڅه کوي چې چېرته ځان ته کوم دنده پیدا کړي.
د فلم جوړونکو! په فلم ډېر زیار ویستلی او انساني احساسات او عواطف يې په کې داسې ځای پر ځای کړي چې د لیدو پر وخت به يې ختمن ورته اوښکې توې کړئ!
591602507b42f پنځه داسې نړیوال فلمونه چې کاڼې زړونه هم له عاطفې ډکولی شي
4. ژوند ښکلی دی ( Life Is Beautiful)
دا فلم د دویم نړۍ وال جنګ داستان بیانوي، چې په کې یو کس او د هغه زوی ددې له امله چې یهودان وي د جرمنیانو په منګلو کې لویږي.
خو سره ددې چې حالت يې بد او ننګونکي وي، خو دا پلار هڅه کوي چې خپل کوچنی زوی د یهودانو د وژنې لپاره په جوړو شویو کمپونو کې څخه په یو کې شته ګواښونونه، په ډېر هنر او فکر وژغوري.
دا کیسه دومره تراژیدي او احساساتي ده چې د لیدو پر وخت يې ممکن ډېر خپلې اوښکې کابو نه کړای شي.
59160250d7985 پنځه داسې نړیوال فلمونه چې کاڼې زړونه هم له عاطفې ډکولی شي
5. امور ( Amour 2012)
ددې فلم لیدل مو پر ژوند کولو له سره فکر کولو ته اړ باسي. فلم د پاخه عمر لرونکې هغې هغې ښځې او مېړه کیسه کوي چې په خپلو کې سره ډېر ساده او خوشاله ژوند لري.
خو یو وخت يې مېرمن فلج کیږي او په دې سره ددوی د مینې ازموینه هم پیل کیږي.
ددې فلم یوه ځانګړنه داد هم ده چې، اداکارانو يې د فلم کیسې او فلم سره پوره انصاف کړی، ددوی کیسه دومره تراژیدي لري چې د فلم د لیدو پر مهال به مو خپلې سترګې سمبال نه کړای شئ او اوښکو تویولو ته به اړ شي.