پنجابي ادارو د منظور احمد پښتین د فیسبوک لایف ویډیو ریپورټ کړې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

نن غرمه مهال په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین په ژوندۍ بڼه د خپل فیسبوک د اکاونټ څخه د پېښور د ورستۍ بریالۍ غونډې، په کې د راټولو شویو خلکو د ماتم او پر دې غورځنګ د پنجابي رسنیو د یو شمیر انتقادونو په اړه په ژوندۍ بڼه خبرې وکړې.
که څه هم ویډیو په ژوندۍ بڼه په لسګونو زره کسانو وکتله، خو لا څو شیبې نه وې تیرې شوې چې د نوموړې ویډيو د فیسبوک له پاڼې څخه پاکه شوه.
منظور احمد پښتین څو شیبې وروسته پر خپل فیسبوک پاڼه او ټویټر ولیکل چې وروستۍ ژوندۍ خبرې یې له فیسبوک پاکې شوې دي.

فیسبوک عموما هغه ویډیو ګانې او مواد ډیلیټوي چې یو شمیر تایید شوې کسان یې د کاپي رایټ د حق، او یا هم د تاوتریخوالي د خپرولو په نوم ریپورټ کړي.
همدارنګه دا هم ممکنه چې د یو هیواد ځینې امنیتې ادارې د فیسبوک سره تماس ونیسي او هغوی ته د یوې ویډیو د پاکولو په برخه کې د امنیتي دلایل وړاندې کړي او د فیسبوک د ادارې کارکونکي قانع کړي.
د منظور پښتین وروستۍ ژوندۍ ویډیو هم په غالب ګومان د پنجابي ادارو او پوځ پلوو اشخاصو له خوا ریپورټ شوې ده.
خیر هر څه چې وي، دا سپیناوی به فیسبوک کوي چې ولې یې د یو ټولنیز فعال داسې ویډیو پاکه کړې چې د میلونونو پښتنو د حق غوښتنې پر موضع راڅرخیده؟
له نیکه مرغه ځینو کسانو په هماغه څو شیبو کې دا ویډیو کاپي کړې ده او په فیسبوک کې د منظور پښتین دا خبرې اوس تاسو نورو اکاونټونو کې موندلی شئ.

هغه په دې ویډیو کې په پښتو او اردو خبرې وکړې او ویې ویل کله چې د پښتنو د حق غوښتنې غږ کوي، نو ورته ویل کیږي چې تاسو پاکستان ماتول غواړئ.
منظور پښتون وویل له دې خو داسې ښکاري چې پاکستان د پښتنو سره په زور زیاتي او بې انصافۍ ولاړ دی او که دا زور زیاتی پای ته ورسیږي د پاکستان د ماتیدو خطر دی.
هغه پاکستاني رسنیو ته چلینج ورکړ چې که دوی واقیعتونه معلومول غواړي همدا اوس دې ټانګ سیمې ته ولاړ شي چیرې د وزیرستان د چکملۍ سیمې له څو کلیو  عام ځوانان او کورنۍ تازه د پوځ له زور زیاتي ورکډه شوې دي. د پښتین په وینا پوځ په دې سیمه کې وروسته له هغې تشدد پیل کړ چې دغلته د طالبانو یو پخوانی مشر ناڅرګنده کسانو وواژه.  هغه پاکستاني رسنیو ته د پېغور په بڼه وویل چې تاسو د مظلوم غږ پورته کول نه غواړئ، بلکې غواړئ د ظالم سره و اوسئ.