لیکواله: نیلوفر شهدوست
ژباړه: حمیدالله حمیدي
کلونه وړاندې زما د ماشومتوب پرمهال، د اوس په څېرګڼې انټرنېټي پاڼې او ډول ډول ټولنیزې شبکې نه وې. ځینې محدودې پاڼې وې، خو خبره د اوس په څېر پراخه نه وه. شل کاله وړاندې مو نه شوای کولی، چې شېبه په شېبه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ځان خبر کړو او له خلکو سره په اړیکه کې شو. زموږ لویه خوښي دا وه چې په ساده موبایلونو کې به مو د مار لوبه کوله، مار به د هرې ګولۍ په خوړلو سره اوږدېدو او اوږدېدو.
خو اوس بیا هر څه توپير کړی دی. موږ ډېری له مجازي نړۍ سره یو ډول تړلي شوي یوو. تر ډېره زموږ ګناه هم نه ده، خبره په دې که ده چې هر څه یوازې د دې کوچني موبایل په وسیله ممکن شوي دي. په یوه شېبه کې کولی شو د نړۍ په هره برخه کې د کورنۍ د غړو، خپلو خپلوانو او ملګرو له حال څخه ځان خبر کړو. هره ویډیو او سندره مو چې زړه وغواړي کتلی او اورېدلی یې شو. د زده کړو، اړیکو، تفرېح او نېږدې د هر څه لپاره یوازې بسنه کوي، چې له انټرنېټ سره وصل شو. په ډېرې اسانۍ سره خپلو غوښتنو ته رسېدلی شو.
د انټرنېټ په وسیله، که ټولنیزو شبکو که څه هم زموږ کار اسانه کړی دی، خو په یو ډول یې د ګیر شوي مارغه په څېر زموږ پښو ته لومې هم اچولې دي، چې اوس ډېری کسان ترې په اسانۍ ځان نه شي خلاصولئ. دا سمه ده چې ډېری کسان به ترې سالمه ګټه اخلي، په ورځني ډول به یې ور سره سرو کار وي او یوه ګوله حلاله ډوډۍ به پیدا کوي، خو ځینې یې بیا داسې روږدي کړي دي، چې اوس یې د خلاصېدو لار ورڅخه ورکه ده.
دغه لیکنه تر اخره ولولوئ، هغه لارې چارې مو درته په ګوته کړي، چې کولی شئ ځان له دې قفس څخه ازاد کړئ.
۱- د دې منل چې پر ټولنیزو شبکو سره روږدي شوي یاست
د مسلې د حل لپاره یوازنی ګام، د هماغه مسلې منل دي. لومړی باید دا ومنئ، چې اعتیاد او یا روږدي کېدل خپله یو ښه کار نه دی. که تاسو په هر قاموس کې د اعتیاد کلمې مانا وګورئ، پوه به شئ چې ښه کار نه دی. پر ټولنیزو شبکو د روږدي کېدو یوه نښه دا ده، چې یو کس تل په دې لټه کې وي تر څو وګوري، نور په څه لګیا دي او څه څه یې خپاره کړي دي. د دې پر ځای چې خپلې شاوخوا او ژوند ته له اصلي عینکو وګورو، د ټولنیزو شبکو له کړکیو ورته ګورو، چې ورو ورو په یوه ناروغ سیلاني بدلېږو.
۲- د (نوټیفیکیشن) بندول
راځئ له ځان سره ریښتیني اوسو. لازمه ده په ټولنیزو شبکو کې له ټولو خپرېدونکو شیانو او پېښو څخه خبر شو؟ ځواب (نه) دی.
موږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره هوا، خوړو، د پروتینو او وېټامینونو ټاکلې اندازې ته اړتیا لرو، نه فیسبوک او انسټاګرام ته. باید هره شېبه د نوټیفیکیشن له ټینګ، ټونګ څخه ځان خلاص کړو، ځکه دغه څه مو ارامي له منځه وړي. کله چې د خپلو ټولنیزو شبکو نوټیفیکیشنونه بند کړئ، ورځنۍ چارې به په پوره تمرکز تر سره کړئ.
په تبلټ او ټلېفون مو چې کله نوټیفیکیشن او پیغام راځي، موږ ته را یادوي، چې په مجازي نړۍ کې یو نوي څه پېښ شوي دي. داسې احساس کوو، چې که یې ونه ګورو نو یو څه به له لاسه ورکړو. که مو د ټولنیزو شبکو نوټیفیکیشنونه بند کړو او د ورځې په اوږدو کې یوازې یو ځل سر ور ښکاره کړو، دوه ګټې به مو کړې وي. لومړی دا چې په لږ وخت کې به مو ډېر پیغامونه لوستي وي او بله دا چې له لوستلو او کتلو به مو یې پوره خوند اخیستی وي. دا خو به منئ، چې کله د موبایل پر مخ پاڼه ډېر پیغامونه ګورئ ارو مرو خوشالېږئ.
۳- ټولنیزو شبکو ته لږ وخت ځانګړی کړئ
زموږ او ستاسو ډېری د نورو لپاره او یا دا چې ځان پرمختللی معرفي کړو، په بېلا بېلو ټولنیزو شبکو کې اکونټونه جوړوو. باور وکړئ که لازمه وي، چې تاسو باید په ټولو شبکو کې د ځان لپاره اکونټ جوړ کړئ. اړتیا نشته، چې د موبایل پر سکرین مو ډول ډول پروګرامونه ښکاره شي او په ټولو شبکو کې باید اکونټ ولرئ. دغه څه مو ذهني ارامي له منځه وړي. څومره چې ټولنیزو شبکو ته وخت ورکوئ، د اعتیاد کچه مو هم ور سره لوړېږي.
هڅه وکړئ په ورځ کې یوازې یو ساعت ټولنیزې شبکې وکاروئ، په دې سره به مو په اونۍ کې اووه ساعته وخت ورکړی وي. د دې لپاره چې له یوه ساعته زیات وخت مو په ټولنیزو شبکو کې نه وي تېر کړی، د ځان لپاره ټایمر چالان کړئ، کله یې چې زنګ وکړ، سمدستي یې بندې کړئ. سمه ده چې په لومړیو کې به درته سخته وي، خو که مو اراده پخه وي، ارو مرو دغه کار کوئ. دغه څه د ارادې د کلک والي لپاره هم ګټور دي.
۴- د بې ارزښته شیانو له خپرولو او کتلو ډډه وکړئ
یو څه چې اوس په ټولنیزو شبکو کې عام شوي، هغه د بې ارزښته عکسونو او ویډیو ګانو خپرول دي. دا باید ومنو چې اوسنۍ ټکنالوژۍ زموږ د ورځني ژوند د هرې شېبې د ثبتولو وړتیا لري. خو دا په دې مانا نه ده چې نور هم باید پوه شي، چې نن موږ په کوم رسټورانټ کې ډوډۍ خوړلې ده. که موږ ټول دغه څه ومنو، پر انټر نېټ خپرېدونکي بې ارزښته نیم معلومات به کم شوي وي.
په ژوند کې هر څه راځي، خوښۍ، غمونه، ناروغۍ او دې ته ورته سل نور شیان. ټولنیزې شبکې دا محدودیت نه لري، چې څه شی باید پرې خپاره کړئ او کوم شی پرې خپاره نه کړئ، موږ خپله باید دغه څه درک کړو.
۵- ریښتینې اړیکې مو ورغوئ
راځئ په ټولنیزو شبکو کې د سلفي عکسونو او بې ګټې ویډیوګانو د خپرولو پر ځای د خپلې کورنۍ له غړو او نېږدې خپلوانو سره اصلي او رېښتنې اړیکې وپالو. د دې پر ځای چې پر فیسبوک او انسټاګرام باندې پر خپلو (فالورس) وویاړو، پر ځای پر خپلو ريښتینو دوستانو او د کورنۍ پر غړو ویاړ په کار دی. د دې پر ځای چې پر دې فکر وکړئ څه ډول کولی شم، د تمرین پر مهال یو ښکلی سلفي واخلم، ښه ده چې له ورزش کولو وروسته په حقیقي بڼه د ځان لپاره یو ملګری پیدا کړئ. د ملګرو د پیدا کولو لپاره بېلا بېلې لارې شته. د بېلګې په توګه ملګرو ته مو مېلمستیا وکړئ او ورته ووایئ چې نور ملګري یې هم ور سره راولي.
۶- ارام وکړئ
زموږ نیکونو د ټولنیزو شبکو له کارولو پرته ژوند کړی دی. کېدای شي د ډېرو پلرونو هم کلونه وړاندې یا اوس دغه شبکې نه وي کارولې. ښه ده چې یو څه دمه وکړئ او کله کله بیخي دې شبکو ته سر ور ښکاره نه کړئ.
۷- له ټولنیزو شبکو څخه سالمه ګټه اخیستل
ښه، اوس مو چې د ټولنیز شبکو ګڼ عیبونه را برسېره کړل، نو لازمه ده چې د ښېګڼو په اړه یې هم یو څه ووایو. په دې شبکو کې د نننۍ نړۍ د ګڼو پوهانو لنډې ویډیو ګانې او منل شوې خبرې او دغه راز د ښه ژوند کولو لپاره ګڼې لیکنې راځي، چې کتلئ او لوستلئ یې شئ.
په اصل کې د ټولنیزو شبکو ظرفیت دومره دی، چې په اړه یې فکر کول زموږ له واکه وتلې خبره ده. ښه ده چې له ځان سره فکر وکړو، څه غواړو چې ورته ورسېږو. له دې فکر وروسته بیا کولی شئ، خپلې موخې ته د رسېدو لپاره په هغه لاره ولاړ شئ او په ټولنیزو شبکو کې یې په اړه پلټنه وکړئ.
راځئ د لایک او کومنټ ور کولو پر مهال ښه دقت وکړو. ښه فکر وکړئ، چې د کوم شي لایک کول او پرې کومنټ ورکول مو له شان سره ښایي. دې ته هم پام وکړئ، چې وخت تر هر څه غوره دی، نو هڅه وکړئ پر داسې څه یې ولګوئ، چې ارزښت یې ولري.