په وروستیو کې د افغان حکومت او سیاسي ګوندونو اړیکې په بېساري ډول د راتلونکو پارلماني ټاکنو پر سر ترینګلي شوي دي.
د طالبانو د حکومت له سقوط څخه وروسته ممکن دا لومړی ځل وي، چې مقتدرې سیاسي ډلې تر یوه چتر لاندې د یوې مهمې سیاسي پروسې په اړه یوه خوله کیږي او پکې د جدي بدلون غږ کوي.
په دې لړ کې حکومت د موجوده ټاکنیز نظام د مدافع او سیاسي ګوندونه یې د مخالفت رول لوبوي. سیاسي ګوندونه ظاهراً ټاکنیز سیستم لا له وړاندې درغلیو ته عیار شوی ګڼي او غوښتنې یې پردې څرخي چې دا سیستم اصلاح او ګوند محورۍ ته برابر شي.
خو حکومت او ټاکنیز کمیسونونه، چې تر ډېره غاړه غړۍ ښکاري د دغو غوښتنو له نه ردولو پرته وایي، چې دغه غوښتنې عملي او ممکنې نه دي.
په دې لیکنه کې به دې پوښتنې ته ځغلنده نظر واچوو، چې د دواړو لوریو دا اختلافونه اصلاً له کومه ځایه سرچینه اخلي ؟
تېرو ټاکنو ته یو نظر
له ۲۰۰۱ څخه وروسته افغانستان دوه ځلې د پارلماني ټاکنو شاهد و . د نورو ټاکنو په شان د دواړو پارلمانونو؛ په ځانګړي ډول د دویم پارلمان ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې.
تر دې چې دویم پارلمان د کار له پيله تر نیږدې یوه کاله هره ورځ د معترضو نوماندانو د لاریونونو او اعتراضونو شاهد و.
په لومړي او دویم پارلمان دواړو کې له شک پرته د رایو ترڅنګ سیاسي مصلحتونو د وکیلانو په ټاکنه کې خلاص لاس درلود.
دې ته په پام سره، چې پارلمان د افغانستان په شان د ولسواکۍ په چوکاټ کې د رسم شویو ولسواکو نظامونو یو له بنسټیزو برخو څخه دی، د ټولو هېوادونو په شان حکومت او مخالفین یې دواړه له هرې ممکنې لارې ورته د خپلو نفوذي کسانو د ننویستو هڅه کوي.
زموږ پارلمانونه هم له دې تجربو څخه مستثنا نه وې او نه به وي، ځکه خو لا له وړاندې حکومت، سیاسي ګوندونو او نورو خواوو پارلمان ته د خپلو استازو د ویستو پر هر ډول ممکنو لارو چارو فکر کړی.
په څه سره روان دي؟
حکومت او سیاسي ګوندونه چې د ټاکنیز نظام پر سر د خپلو ناندریو کوم لاملونه په ظاهري ډول ښيي، اصلاً په دې چندان سره نه دي وران.
واقعیت دا دی، چې دواړه او نور لوري ټول د درغلیو نه؛ بلکې د دې مخالف دي، چې درغلۍ او نور ناقانونه چارې ټول باید د دوی د اړوندو نوماندانو د بریالیتوب تضمین وکړي.
حکومت که هرڅو په ټاکنو کې د نه لاسوهنې ادعا لري، خو په دې نیږدې ټول خلک خبردي چې د خپلو ممکنه نوماندانو د تشخیص او ملاتړ لپاره یې ځانګړي دفترونه پرانیستي او د بریالیتوب پر ټولو لارو چارو یې فکر کوي.
همدا شان سیاسي ګوندونه، چې ډېر ناوخته د رڼو ټاکنو د مدافعت تمثیل ته راوتي، هم په تېر کې د داسې هدف خلاف د کار تور ورپورې دی او هم تراوسه یې ځکه د داسې ټاکنو غږ نه کاوه، چې له حکومت سره ممکنه جوړجاړیو ته په تمه ول.
د حکومت او ګوندونو د وروستیو ټکرونو تر شا اصلي لامل د ټاکنو پر مهندسۍ د دوی نه جوړجاړی دی، نه دا چې یو لوری د تکراري او ګوندي څېرو او بل لوری د درغلیزو او مهندسي شویو ټاکنو خلاف دی.
د ګوندونو او حکومت جوړه ممکن وشي یا نه، خو د ټاکنو لپاره د چمتووالي په داسې حالت کې د ډېر تاوان وړاندوینه له دواړو لورو سره نا اړوندو نوماندانو ته رسیږي.
دا نوماندان، چې له شک پرته په لیکنه کې ذکر شوي ځینې مسایل به ورته په مستند ډول روښانه وي، که اوس د دواړو لورو په بد نیتۍ غږ ونه کړي، سبا به یې له تاوان وروسته غږ و فریاد بې پامه او بې اغېزې وي.
داسې نوماندانو ته د یو لاس کیدو او د ټاکنو د واقعي روڼتیا لپاره لاس په کار کیدل ضرور دي، ځکه تجربو ښودلې چې څه له ټاکنو وړاندې او څه ترې وروسته د مطرحو سیاسي ډلو ترمنځ تعامل کیدای شي، خو دوی به د دې پروسې تر ټولو متضرر خلک وي !