پخوانی اوپنر توپوهونکی، جسټن لینګر د استرالیا مشر روزونکی وټاکل شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

استرالیا د خپلې ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي مسؤلیت پخواني استرالیاوي توپ وهوونکي جسټن لینګر ته ور تر غاړې کړ.
جسټن لینګر د همدې هېواد دی، په چپ لاس توپ وهنه کوي او د خپلی لوبډلې لپاره به یې پيلیزه توپ وهنه کوله.
له هغې وروسته کله چې د سوت افریقا لوبډلې خلاف په یوه ټسټ سیالۍ کې د استرالیا هېواد درې لوبغاړي د بال ټمپرینګ په قضیه کې مجرم وپېژندل شول او بندیز پرې ولګېد، نو د دغه هېواد مشر روزونکي هم له خپلې دندې لاس په سر شو.
خو اوس د دغه دورند مسؤلیت لپاره اسټرلیا کرکټ بورډ په خپل پخواني اوپنر لوبغاړي جسټن لینګر باور کړی او هېله یې څرګنده کې چې به د دغه هېواد د لوبډلې لپاره ښه ثابت شي.
لینګر به د مي د میاشتې له ۲۲ نیټې ها خوا د لوبډلې سره کار پیل کړي او ټاکل شوې چې د څلور کلونو لپاره به استرالیا کرکټ لوبډلې مشر روزونکی پاتې شي.
په دغه څلور کلونو کې به اسټرلیا له ډېرو سختو پړاوو تېره شي.
د دغه هېواد کرکټ لوبډله به په دغه دوران کې دوه د اسیايي لوبو سیریزونه وکړي، د ۲۰۱۹م کال نړیوالي جام لوبې به هم د لینګر تر روزنې لاندې تر سره کړي او همدا راز لینګر به ۲۰۲۰م کال د شل اوریزو لوبو سیالیو پر مهال هم استرالیا لوبډلې مشر روزونکی پاتې شي.
تر لینګر وړاندې ډیرن لهمن د استرالیا لوبډلې مشر روزونکی و چې د بال خرابولو په قضیه کې لهمن هم له خپلې دندې تېر شو.
جسټن لینګر په روزنې کې اوږده تجربه لري او لومړی ځل یې نه دی چې د روزونکي دنده ورتر غاړې کیږي.
نوموړی په ۲۰۰۹ مېلادي کې د دریو کلونو لپاره د استرالیا هېواد مرستیال روزونکی هم پاتې شوی.
همدارنګه په ۲۰۱۶مېلادي کال کې د ویسټ سره یو ورځینو سیالیو د درې اړخه سریز لپاره او همدا راز په ۲۰۱۷مېلادې کال کې د سریلانکا خلاف شل اوریزه لوبو لپاره هم د استرالیا لوبډلې مشر روزونکی اعلان شوی و.
جسټن لینګر اوس مهال ۴۷ کاله عمر لري، خو په خپل کرکټ کرئیر کې یې ددغه هیواد لپاره ښې لاسته راوړنې لرلي.
جسټن لینګر د استرالیا لپاره ۱۰۵ ټیسټ سیالۍ کړي دي چې یې ۴۷ اعشاریه ۲۷ اوسط سره ۷۶۹۶ منډې جوړې کړي دي.
په کال ۱۹۷۰ کې د نومبر میاشتې په ۲۱ نېټه کې په استرالیا کې زیږیدلی.
لومړۍ ټیسټ سیالي یې په کال ۱۹۹۳ کې د اسټرلیا لپاره د ویسټ انډیز خلاف وکړه او وروستۍ یې بیا ۲۰۰۷کاله کې د انګلینډ په خلاف تر سره کړه.
ویډیو؛

همدا راز یې لومړنۍ یو ورځنۍ سیالي د سریلانکا خلاف په کال ۱۹۹۴ کې وکړه او وروستۍ يې بیا ۱۹۹۷ کې د انګلینډ په خلاف تر سره کړه.
نوموړي یوازې ۸ یو ورځنۍ سیالۍ کړي چې په ۳۲ اوسط سره یې ټولې ۱۶۰ منډې کړې وې، ۳۶ یې لومړۍ منډې وې، خو په ټیسټ سیالۍ کې یې بیا لوړې منډې تر ۲۵۰ پورې وې.
په ۲۰۰۷ کال کې یې له لوبو استعفاء ورکړه او لویدېځې استرالیا لپاره روزونکی غوره شو.