پاکستان کې د اختر د لمانځه پر مهال افغانستان او هند کې د جګړې لپاره چنده ټوله شوې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان مشهورې ورځپاڼې (هندوستان ټایمز) لیکلي، چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د اختر د لمانځه پر مهال، په افغانستان او هندوستان کې د جهاد په نوم جګړه مارو ته چنده ټوله شوې ده.
رسنیو ته داسې ویډیوګانې په ګوتو ورغلي، چې ښيي یوه ډله تور پټکي خلک چې ځان د جېش محمد او الرحمت ټرسټ پنډ استازي بولي، د خیبر پښتونخوا په بنو کې په افغانستان او هندوستان کې د جهاد لپاره د خیرات ځولۍ ګرځوي او له خلکو غواړي، چې د “کفارو” په وړاندې د “د مسلمانانو په جهاد” کې مرسته وکړي.
خیبر پښتونخوا د افغانستان سره د ډیورنډ په فرضي کرښه پرته سیمه ده، چې پکې د پاکستان د تحریک انصاف پارټي حکومت کوي. د یاد ګوند مشر عمران خان دی، چې اوس د پاکستان لومړی وزیر دی.

ویډیو چې د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو هم خپره شوې، پکې چنده ټولوونکي خلک د پولیسو د چیک پواینټ په څو مترۍ کې ولاړ دي. دوو کسانو د څادر پيڅکې نیولي او دریم کس په نیمه اردو او نیمه پښتو ژبه، له لمونځ کوونکو غواړي چې د “کفارو” په ضد په “جهاد کې د مسلمانانو” مالي ملاتړ وکړي. خلک هم پیسې ورکوي او څادر تر نیمايي له پیسو ډک دی.
ویډیو دا هم ښيي، هغه کس چې له خلکو پیسې ټولوي، وايي د جېش محمد ډلې لپاره پیسې ټولوي. نوموړی کوښښ کوي، چې ویډیوکوونکی له ویډو او تصویر اخیستلو منعه کړي او په هغه غوصه کیږي. دا کس زیاتوي، چې د “کفارو تر رهبرۍ لاندې” مسلمانانو ډیر رنځ لیدلی، او د جېش محمد دنده داده، چې د خپلو مسلمانانو ورونو په خوا کې ودریږي.

جېش محمد هغه تروریستي ډله ده، چې اصلا په کشمیر کې جنګیږي او غواړي، چې کشمیر له هندوستانه ازاد کړي. دا ډله په افغانستان کې د طالبانو او القاعده شبکې سره هم غښتلې اړیکي لري.
پاکستان په ۲۰۰۲ م کال کې ددې ډلې په فعالیتونو بندیز ولګاوه، او متحده ایالاتو، روسيې، انګلستان، هندوستان، ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو هیوادونو هغه یو تروریستي سامازن وباله. خو د راپورونو په بسنټ، دا ډله اوس هم په پاکستان کې فعاله ده او وخت نا وخت خپل نوم بدلوي.
د وسله والو د مالي ملاتړ دا تازه ویډوګاني په داسې مهال خپریږي، چې تیر جون، له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا فاینانشل اېکشن ټاسک فورس پاکستان په خړ نوملړ کې شامل شو. ایف ای ټي ایف وايي، پاکستان د ترهګرۍ په مالي تمویل تورن دی، او که په ۱۵ میاشتو کې د ننه په دې برخه کې عملي اقدام پورته نه کړي، تور لیست ته به يې داخل کړي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې د پخواني کرکټر او اوسني لومړي وزیر عمران خان حکومت ته ډیرې سترګې دي، چې پاکستان له ډیپلوماټیکي انزوا روباسي او د افغانستان، هندوستان او متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې ورغوي.