لیکنه: ابوبکر علیزی
د پاکستان کرکټ بورډ وایي؛ ویسټنډیز کرکټ لوبډلې سره به درې شل اوریزه سیالۍ په پاکستان کې تر سره کړي.
د پاکستاني بورډ مسؤلین وایي چې د ویسټ انډیز لوبډله به د درې شل اوریزه سیالیو د ترسره کولو لپاره پاکستان ته راشي او هلته به د کراچۍ په نړیوال سټیډیوم د پاکستان د کرکټ لوبډلې سره سیالۍ تر سره کړي.
د پاکستان د بورډ مشر نجم سټي په خپل ټویټر دغه زیری د پاکستان خلکو ته ورکړی او ویلي یې دي چې ویسټ انډیز یې راضي کړی، تر څو پاکستان ته راشي او د دغه هیواد په تړاو د خلکو ترهېدلی نظر بدل کړي.
نجم سیټي وایې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې سره د پاکستان لوبې به د میلادي اپریل میاشتي په لومړۍ، دویمه او څلورمه نېټه تر سره شي.
دا په داسي مهال دي چې پاکستانی بورډ په دې بوخت دی چې څنګه د پاکستان د سوپر لیګ لپاره لوبغاړي راضي کړي، تر څو د پای لوبې لپاره پاکستان ته ولاړ شي او په کراچۍ کې د پي ایس ایل فاینل ولوبوي.
خو پوښتنه دا ده چې ویسټ انډیز لوبډلې ولي پاکستان ته د تګ لپاره زړه ښه کړی، په داسي مهال چې تر دې وړاندې هیڅ کومې بلې نړیوالې لوبډلې پاکستان ته د تګ زړه نه ښه کوي.
تر دې وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ افغان کرکټ بورډ هم دې ته راضي کړی و، تر څو په لاهور کې د پاکستان لوبډلې سره سیالۍ وکړي چې د کرکټ د مینوالو د توند غبرګون او په کابل کې له درنې چاودنې وروسته د افغان کرکټ بورډ له خپلې ژمنې هوکړې تیر او پاکستان ته د سیالیو لپاره ولاړ نشول.