په کوزه پښتونخوا کې د نیشنل عوامي ګوند یو شمیر مشرانو چې د منظور پښتون له زیاتیدونکو نفوذ څخه په ویره دې، د پاکستاني ادارو مرستې تر نورو په ځانګړې توګه وردانګلي. دا ډله چې تل یې د پښتنو په نوم قومي سیاست کړی خو تل یې د دوی پر حقونو سوداګري کړې، د لومړي ځل لپاره یې په ځینو سیمو کې فعالانو د کندز په پلوۍ پرلتونه جوړ کړي. په دې لړ کې په مردان د عوامي نیشنل ګوند د پلویانو د یو اعتراض تصویرونه دلته کتلۍ شئ.
په مردان کې د عوامي نیشنل ګوند پلویانو د کندز د پېښې په اړه اعتراضي غونډه وکړه
دا هغه خلک دي چې په تر دې مخکې یې په سوات، وزیرستان، خیبر او نورو سیمو کې د پاکستاني پوځ د روانو ظلمونو په اړه یو غږ هم نه دی پورته کړی. په دې سیمو کې تر ټولو وحشیانه بریدونه د همدې قام پرسته ګوند( عوامي نیشنل پارټۍ) په حکومت کې وشول، او د همدوی په حکومت کې په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو تر ټولو بدې ورځې ولیدې.
اوس افغانانو او افغان حکومت ته پکار دي چې د کندز د پېښې په اړه څیړنې زر بشپړې کړي. ريښتیا څه پېښ شوي؟ خلکو ته یې ووايي او هغه کسان دې مجازات کړي چې د بې ګنا خلکو د وژلو سبب شوي.
په دې کار سره به د ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسي او خلکو ته به ځواب ویوونکي و اوسي.
که چیرې دا کار ونه کړي، په هغه صورت کې به د پاکستاني پوځ او وسلوالو طالبانو سره کوم توپیر ونه لري.
عام افغانان هم باید له احساساتو کار وانخلي او د پاکستاني ایجنسیو فعالانو ته ددې وخت ورنه کړي چې د کندز ناورین بیرته د افغانانو او پښتنو د ژغورنې د غورځنګ پر ضد وکاروي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by
MH Themes