ټرمپ پوتین ته ګواښ کړی چې له اوکرایین سره دې سوله ومني

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ورسیې ولسمشر ودیمیر پوتین

ولسمشر ډونالډټرمپ ګواښ کړی چې که ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي نو پر روسیې به اضافي بندیزونه ولګوي. ښاغلي ټرمپ پرون (د جنوري په ۲۱مه) په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې وکړې. هغه د چین پر ولسمشر شي جین پېنګ هم غږ وکړ چې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي. ټرمپ یادونه وکړه چې غواړي په نژدې راتلونکي کې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړې خو په دې اړه یې جزییات ورنه کړل. ښاغلي ټرمپ همداراز وویل چې د ده ټیم اوکراین ته د نورو وسلو د استولو په اړه هم غور کوي. د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ټرمپ پر مخکینۍ ادارې، له اوکراین سره د مرستو د کچې له کبله کلک انتقادونه کول.

Be the first to comment

Leave a Reply