لا مبارکیانې روانې وي چې ډارین سیمي بېرته د ټولنیزو رسنیو له لارې بخښنه وغوښته او ویې ویل چې دا (اپریل فول) وه دی نه غواړی چې نصواري رنګ لباس بیا واغوندي.
نوموړي خوښي ښودلې چې زیات خوښ دی چې نوموړی لا تر اوسه هم خلک د ویسټ انډیز په ټيم کې غواړي.
پاکستانیانو یې په دې پوسټ بېرته ناهیلي کړي، ځينو یې په دغه ټوکه جدي شوي هم دي او ځينې نورو ورسره لا هم مینه څرګنده کړې.
ډارین سمي د ویسټ انډیز د لوبډلې پخوانی لوبډلمشر دی د کوم په لوبډلمشرۍ کې چې ویسټ انډیز لوبډلې دوه وارې نړیوال جام ګټلی دی.
نوموړی د پاکستان په سوپر لیک سیالیو د دریم ځل لپاره هم د پشاور زلمو لوبډلې سره پاتې شو، سمې ته د زلمو د لوبډلې کپټاني هم ورتر غاړې ده او یو ځل یې د همده په لوبډلمشرۍ کې د پاکستان د سوپر لیک فاینل هم ګټلی.
سمی په ۱۹۸۳ د ډیسمبر په ۲۰ زیږیدلي، نړیوال کرکټ کې يې د ویسټ انډیز لپاره سیالۍ کړي په ۲۰۱۰ کال کې د ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبډلې د لوبډلمشر په صفت وټاکل شو او هماغه ډول یو کامیاب لوبډل مشر هم ثابت شو.
د دغه په لوبډلمشرۍ کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې وکولی شول چې دوه ځلې نړیوال جام وګټي.
د ۲۰۱۶ کال اګسټ میاشت په پنځم تاریخ د ویسټ انډیز کرکټ بورډ مشر اعلان وکړه چې سمي له لوبډلمشرۍ لرې شوی او نور ورته د دغه هېواد په ملي لوبډله کې ځای نشته، هماغه وخت یې ورته پر ځای کارلوس بریت وایټ وټاکه.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by
MH Themes