ویتنام کرونا سره مبارزه کي تر ټولو بریالی هیواد وپېژندل شو!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په وړاندي مبارزه کي د ویتنام هیواد هڅي ستایلي دي او دا هیواد ئې د دې ویروس په وړاندي مبارزه کي تر ټولو هیوادونو بریالی معرفي کړ.
د ویتنام هېواد څه باندې ۹۵ میلیونه نفوس لري.
د سوت چینا مارنینګ ورځپاڼي « South China Morning Post» راپور وکړی، ویتنام هیواد د ټولنیز رعایت، ټولنیز یووالي او پرېکنده ا اقداماتو په مټ وتوانېد، چي کرونا ویروس مهار کړي.
یاده ورځپاڼه لیکي، څه ډول چي امریکا او اروپا کرونا ویروس تجربه کوي، د هغه خلاف ویتنام ئې په وړاندي په ښه ډول مبارزه کړې.
ویتنام د چین هغه ګاونډی هیواد دئ، چي د سنګاپور، جنوبي کوریا او ټایوان په نسبت پکښي کرونا ویروس د چټکوالي حد ته ندی رسېدلی او د ویتنام حکومت او خلګو ئې په کلکه مخنیوی کړی.

تر دې دمه په دې هیواد کي د کرونا ویروس له امله هیڅ مړینه نده ثبت سوې او هغه ۱۶ کسان، چي په دې هیواد کي په کرونا ویروس اخته وه ټول اوس جوړ سوي.
راپورنه وايي، چي یادو ۱۶ کسانو کي وروستی جوړ سوی ناروغ ۵۰ کلن وو، چي د چین په ووهان ښار کي د اوسېدونکي لور له لوري ورته کرونا ویروس انتقال سوی وو.
په ویتنام کي ښوونځي د جنورۍ میاشتي له پیله تړل سوي، د وګړو قرنطین ئې د مارچ په ۱۶مه پيل سوی، خو نړیوالي الوتني، کورنۍ الوتني، د ریل ګاډۍ سفرونه او نور ئې بیا د مارچ په ۲۵مه لغوه سوه.
په دې هیواد کي که یو څوک بل کس د ماسک کولو څخه راوګرځوي، نو حکومت ورته ۱۲ کاله د بند سزا اورولې.
د امریکا جان هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په بنسټ تر دې دمه په ټوله نړۍ کي ۱۹۲۰۶۱۸ په کرونا ویروس اخته دي او ۱۱۹۶۸۷ کسان بیا له کرونا ویروس څخه مړه سوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.