لیکنه: نرګس صافۍ
د ولور له کلیمې سره به ډېر اشنا یاست، ځکه چې اوس هم د افغانستان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې یو کلک او ټینګ دود دی، که په لور یا خور ولور وانه خلي نو ډېری به ورته پېغور ورکړي چې ولې څه خبره وه چې ولور یې نه دی اخېستی؟
سره له دې چې ددې افغاني سنتي ټولنې له ستونزو او نیمګړتیاوو ټول خبر دي، خو بیا هم په خور او لور لکونه افغانۍ ولور اخېستل کیږي چې دا یو ناروا دود او لویه ستونزه ده
اسلامي شریعت کې په مېړه باندې د ښځې ځانګړي حقوق لازم کړي دي، د ولور په نوم څه نشته، ناروا دودونو زمونږه ژوند د ډېرو بدو اغېزو لاندې راوستی، دغو دودونو اکثره عادي او بیسواده افغانان څه چې حتآ په ډېرو علماو او روشن فکره اشخاصو هم خپل سیوری غوړلی.
ولور له ډېرې اوږدې مودې را په دېخوا زمونږه په ټولنه کې مروج دی، د همدې بې ځایه رواجونو له امله ډېری پېغلې او ځوانان د واده له نعمت څه محروم دي.
دا چې موږ تعلیم یافته طبقه مسووله یوو څو تر خپلې وسې دې ټولنې ته خدمت وکړو، نو پر همدې اساس مې د ولور په اړه د ځان او نورو د پوهاوی په پار له ځینو خلکو سره خبرې کړي.
د حقوقو پوهنځې یوې فعالې محصلې چې مستعار نوم یې زینب حمیدي ده، راته د ولور د بد کلتور له امله د ژوند تیره شوې او روانه ترخه کیسه وکړه؛ د حقوقو او زه یوه داسې چاته چې خوښه یې وم، د څو ځله مرکو وروسته مې کورنۍ ورکړم، هلک ته یې وویل چې ( دېرش لکه) افغانۍ ولور غواړو، دا چې د خاوند مې اقتصادي حالت هم ډېر ښه نه وو، نو د قرضونو وروسته یې (دېرش لکه) افغانۍ پیدا کړې او زما کورنۍ ته یې ورکړې، خو زما کورنۍ یوه افغانۍ هم ما ته رانه کړه، اوس مې د واده پوره شپږ میاشتې پوره شوي، دا چې سهار دلته پوهنتون ته راځم پاتې د اوونۍ ۵ شپې او ورځې په روغتون کې کار کومه یوه او بله د جمعه شپه کور ته ځمه، تر هغې چې ډېرې پیسې وګټم او خاوند سره مې ولور د اخېستل شوي قرض ورکولو کې مرسته وکړم، پر ما دومره کاري او ذهني بوج ( فشار) دی چې له ژونده مړه یمه، رب ته وایمه چې لور رانه کړې ،هسې نه پیسې زما سترګې ړندې کړي او په لور ولور واخلم، نور څه نه وایمه خو له میندو او پلرونو دا هیله لرم چې د او لادونو ژوند مو مه خرابوئ، له دې پخوانیو رواجونو تېر او خپل اولادونو ته د خوښ ژوند په لټه کې شئ.
د یادې ځوانې انجلۍ د ژوند ترخه کیسه وه، له بدمرغه زموږ ټولنه کې د بې حده افراط له امله چې هرې برخې ته یې ریښې کړي، زموږ ژوند خورا سخت او تنګ کړی دی، په داسې حال کې چې هر څه دومره سخت او بد نه دي.
موږ د ولور له نوم نه هم ناوړه استفاده کړې، په بل ډول مو تعبیر کړی او داسې تعبیر مو ترې کړی چې هم خپله او هم ټولنه ځوروي.
د شرعیاتو پوهنځي یو استاد بهادر حنیف د ولور په اړه وايي؛ ولور هغه پیسې یا ( توکي) دي چې د انجلۍ د کورنۍ له خوا د هلک کورنۍ یا پلار څخه اخېستل کېږي، د انجلۍ په مهر او د هغې په اړتیاوو کې نه لګول کېږي، بلکې د انجلۍ پلار یا خپلوان یې د ځان لپاره او د اړتیا وو په وخت استعمالوي، نو حرام ګڼل کیږي رسول الله (ص) فرمایلي چې الله ج وفرمایل زما به د قیامت په ورځ له ۳ کسانو سره جګړه وي؛ یو به هم هغه څوک وي چې اهل انسان پلوري او په قیمت یې ځان ته ژوند جوړوي یا یې ګټه ځان ته اخلي.
که چېرته پیسې یا نور د اړتیا توکي د مهر په نوم واخېستل شي او انجلۍ ته ورکړل شي نو بیا کومه ستونزه نشته.
اوس وګورئ موږ مسلمانان یوو خو د خدای او رسول لاره مو پریښې ده، ولور اخلو بیا پرې کاروبار جوړوو، اما په دې فکر نه کوو چې دا زوم به له دې وروسته بیا څه کوي، که هغه ځوریږي، درد یې چاته رسیږي او زما د لور راتلونکی ژوند به څه ډول وي !
دا چې موږ ولور اخلو؛ دا لاملونه لري؛
– ناپوه یوو، ځکه که چیرته مو پوهیدای درلودی، نو سر به مو خلاص وای او دې ته به اړتیا نه وای چې د ولور په نوم ناحقه پیسې له چا واخلو.
– موږ ځان مسلمانان بولو، خو دې ته پام نه کوو چې اسلام څه وايي، ځکه پام وکړو نو بیا د پیغمبر ص له دې امره چې انسان مه خرڅوئ او بیا پرې کاروبار مه جوړوئ، عملي کړی به مو وای.
– موږ غلط فکر لرو چې که ولور واخلو، دې سره به مو اقتصادي ستونزې حل شي، خو په داسې مهال چې ستونزه حلوي نه بلکې، لا نورې هم ځان او هم مقابل لوري ته زیږوي.
– موږ فکر کوو چې خور یا لور مو غټه کړې، پر دي کور ته باید مفته لاړه نه شي او پیسې راته وګټي، په داسې حال کې چې روزي رسان الله دی، نه هغه انسان چې لور و خور له دې امله خر څوي چې والله خرچه مو پرې کړې.
په پای کې به ووایم؛
ټول پوه، روشنفکره علماء په مسجد، رسنیو، ټولنیزو شبکو او هر ځای کې باید په یو ځای او یوه غږ سره ددغه بد کلتور پر وړاندې غږ پورته کړو، څو هم خدای راضي شي او هم له اسلام سره سم ژوند ولرو.