ولسمشر غني وايي د تیرې شپې راهېسې طالبانو اوربند عملي کړی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تیرې شپې له ۱۲ بجو څخه راپدیخوا طالبانو او حکومت هغه اوربند په بشپړه توګه رعایت کړی چې دمخه تر دې یې اعلان کړی وو.
افغان حکومت د روژې له اووه ویشتمې د اختر تر پنځمې نیټې پورې د اوربند اعلان کړی خو وسلوالو طالبانو بیا ویلي چې د اختر په درې ورځو کې به د حکومتي ځواکونو خلاف اوربند کوي.
ولسمشر غني چې نن یې د اختر له لمانځه وروسته په ارګ کې راټولو شویو خلکو ته خبرې کولې په دې اړه وویل: موږ د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې د وینې د بهیدو مخنیوی کوي.
ولسمشر غني د اختر په ورځو کې د وسلوالو طالبانو له خوا د اوربند اعلان یو ښه اقدام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دا اوربند به دوام پیدا کړي او نور به د چا وینه نه توییږي.
نوموړې د عامو افغانانو هغو غوښتنو ته هم اشاره وکړه چې د دواړو خواوو ترمنځ د اوسني اوربند غزیدل غواړي. اشرف غني په ننګرهار کې د اوربند په پلوۍ د ښځو لاریون، له هلمند څخه کابل ته د مدني فعالانو د سولې لاریون او د دیني عالمانو غوښتنې یادې کړې.
نوموړې د طالبانو په مشرتابه یو واربیا غږ وکړ چې د سولې دې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، او په افغانستان کې د یوې دایمي سولې د ټینګښت لپاره رامخکې شي.
طالبانو د اختر په درې ورځو کې د حکومتي ځواکونو خلاف د بریدونو د ودریدو خبره کړې، خو تر اوسه پورې یې پرلپسې د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د کیناستو خبره رده کړې ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.