وقار یونس:خوښ یم چې له مصباح الحق سره بیا یو ځای مزل پیلوم.

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه:بهار سمسور
دوه اونۍ مخکې پخوانی پاکستانی لوبډلمشر مصباح د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د ټاکونکي ډلګۍ مشر او هم مشر روزونکی وګمارل شو،چې دا د پاکستاني کریکټ شایقینو له خوا ستایل شوی ګام دی. له مصباح سره یو ځای د روزونکي ډلګۍ غړي او د توپ اچونې شعبې مسؤل روزونکي وقار یونس رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛خوښ دی چې له مصباح سره یو ځای د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سره د روزونکي دنده پر مخ وړي:
“زموږ هدف دا دی،چې څنګه وکړو څو پاکستان یوه غښتلې لوبډله ولري. زما لپاره له خوند او احساس ډکه خبره دا ده، چې زموږ د لوبغاړیتوب د زمانې له ملګري مصباح سره یو ځای بیا ګډ سفر پیلوم او د پاکستان کریکټ ملي لوبډله ترتیبوو.”
پاکستان پخوانی مشر روزونکی ميکي ارتر له دې غوښتنې سره، سره چې غواړي د یو دوه کالو لپاره نور هم د پاکستان روزونکی پاتې شي، کور ته رخصت کړ. وقار یونس وایي:
“موږ به پوره هڅه د دې وکړو څو نوي ځوانان پیدا او سم وروزو، دا زموږ د کریکټ اینده ده او موږ د همدې لپاره کار کوو.”
بل خوا سلیکټر او مشر روزونکی مصباح وایي؛ ده ته یوه نه بلکې دوه سترې دندې ورکړل شوي دي، لوبډله ټاکنه او هم روزونه، چې دا کار وخت غواړي خواري غواړي او زیات زحمت کول په کار دي، دې کار ته به په پوره حوصلې سره دوام ورکوم او له خپلو ملګرو سره به په ګډه مخکې ځو.

دوه اونۍ مخکې پاکستاني کریکټ بورډ په روزونکي ډلګۍ کې ستر تغیر راوست او پر خپلو وطني روزونکو، چې مخکې د دې لوبډلې غړي/لوبغاړي او لوبډلمشران پاتې شوي تکیه وکړه،د توپ اچونې روزونکی وقار یونس ډاډ ورکوي چې د پاکستان د توپ اچونې اټېک برخه به پوره قوي کوي او په توازن سره به د لوبډلې جوړښت ته له مصباح الحق سره یو ځای کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې سریلنکایۍ کریکټ ملي لوبډله دې هېواد ته د تلو تکل لري او له پاکستانۍ لوبډلې سره به په لاهور او کراچۍ کې درۍ شل اوریزه او درۍ یوه ورځینۍ لوبې ولري.