لیکنه: ابوبکر علیزی
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی وسیم اکرام وایي دا چې د پاکستان سوپر لیګ څخه نوي استعدادونه ونه موندل شول، ناهېلي کوونکې ده.
د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ څو ورځې وړاندې پاي ته ورسیدې چې پکې اسلام اباد یونایټید د پیښور زلمو سره پای لوبې ته ووتل، خو پېښور زلمو لوبډلې ماته وخوړه او اسلام اباد یونایټیډ د دویم ځل لپاره د پی ایس ایل د سیالیو اتلولي وګټله.
دا د پی ایس ایل دریم پړاوو و، تر دې وړاندې د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ دوکاله وړاندې په متحده عربي اماراتو کې پيل شوي چې یو ځل د پېښور زلمو لوبډلې هم پکې قهرماني ګټلي وه.
د دغه لیک تېر ته په کتو پاکستان کرکټ لپاره نوي لوبغاړي په لاس ورغلل چې ښه مثال یې شاداب خان، حسن علي، حسن خان او فخرزمان یادولی شو.
خو دا ځل د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي وسیم اکرام چې د سوینګ په پادشاه هم مشهور دی رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د پاکستان سوپر لیګ سږ کال د توپ وهنې په برخه کې نوي استعدادونه ونه موندل.
نوموړي ویلي چې که څه دغه پی ایس ایل کې د توپ اچونې او الرونډرۍ په برخه کې هېلي وي خو د توپ وهنې برخه ناهیلي کوونکې وه.
نوموړی وایي؛ په دغه تازه تیر شوي پاکستاني لیګ کې ورته د توپ وهنې د نوې استعداد په نوم څوک په نظر نه دي ورغلي، په وینا یې ورته په کار ده چې بورډ یې د فرسټ کلاس سیالیو سیستم پیاوړی کړي.
دی وایي هیله لري چې د کرکټ اداره به یې په هر قیمت سره د کورنیو سیالیو د ښه والي په موخه کار وکړي.
نوموړی وایي چې د پی ایس ایل په دوران د الرونډرۍ او توپ اچونې تر څنګ د توپ نیونې له برخې هم پوره متاثره دي.
د کرکټ لیدونکي بیا وایي چې سږنۍ پي ایس ایل سیالۍ د تمې خلاف سړې، بې خونده او بې تلوسې وي، خو وسیم اکرام وایي چې دغو سیالیو یو بریالي هدف ته لاره وهلې.
وسیم اکرم د خپل وخت نوموتی او تکړه توپ اچوونکی و چې ورته د سوینګ د بادشاه لقب هم ورکړل شوی.
نوموړی تیر دوه ځلي د اوسنۍ اتلې اسلام اباد یونایټید لوبډلې ډائریکټر هم پاتي شوی، د هندوستان پریمیرلیګ سیالیو کې هم د کلکتي نایټ رایډرز لوبډلې لپاره هم روزنه ورکړې ده.
نوموړي د خبرو په پای کې هیله څرګنده کړې چې پی ایس ایل به د نړۍ کرکټ بیرته د پاکستان په طرف وګرځوي، خو کرکټ پوهان بیا دا د پاکستان یو خوب او خیال ګڼي، ځکه د پاکستاني بورډ له زیاتو هڅو سره سره دغه بورډ ډېر کم توانیدلی چې دې د پاکستان د لوبډلې سره د سیالۍ لپاره دغه هیواد ته د کومې لوبډلې د راتګ لپاره قانع کوونکي اوسي او ځینو لوبډلو خو له هوکړې کولو وروسته بیرته له خپلو خبرو هم ګرځيدلي دي.